دیني، سیرت او تاریخ

لمونځ پرېښودونکی مسلمان دی او که…؟

ژباړه او زياتونه: ثناءالله معصوم

څه ښه یې ویلي؛ لمونځ پرېښودونکي ته همدا شرم بس ده چې د علماؤ په منځ کې اختلاف دی، چې ایا دا سړی کافر ده که مسلمان.

څنګه چې دا مسئله یوه اهمه مسئله وه ومو غوښتل څه لیکل او یو څه وضاحت ورباندې وکړو. ځکه مونږ اوس د یوې داسې زمانې له اهل سره یو، چې د لمانځه پرېښودل ورکې جرم نه،  بلکې یوه عادي خبره ښکاري، په رنګارنګ بهانو باندې د لمونځ له کولو څخه ځان خلاصوو. مثلا د کالیو د نجاست عذر، د وخت د کمي عذر، د سفر عذر ، د موټر د نه دریدو عذر دا ټول هغه عذرونه دي چې شریعت یې هیڅکله هم عذر نه بولي. زمونږ د امام ابوحنیفه رح د مذهب رائه داده چې که چېرته د سړي پاکې جامې نه وې موجودې او اوبه یا کوم بل مایع شی هم نه وو موجود چې کالي ورباندې پاک کړي، نو دا سړی دې له دغو نجسو کالیو سره لمونځ وکړي او بیرته د لمانځه را ګرځول هم ورباندې نشته.

همدارنګه که یو سړي بیخي د خپل عورت د پټولو لپاره جامې پیدا نکړې او نور داسې څه یې هم پیدا نکړل چې خپل عورت ورباندې پټ کړي، نو دا سړی دې لوڅ او په ناسته لمونځ وکړي. خلاصه دا چې هيڅ داسې څه نشته چې یو انسان ته دې دلمانځه د نه کولو لپاره عذر جوړ شي او عذر یې چې په شریعت کې قابل د قبول وي.    علماوو د لمانځه پرېښودونکي دوه قسمه کړي. اول: هغه دی چې لمونځ په قصد سره پرېګدي او له فرض والي یې هم منکر شي.
مثلاً داسې ووایي:  پرېګده لمونځ نه یې کوم او نه فرض دی، او یا داسې ووايي لمونځ لا چا فرض کړی؟ دا سړی په اتفاق د ټولو علماوو کافر شو. دویم: هغه دی چې قصداً یې پرېګدي خو له فرض والي څخه یې منکر نه وي دا سړی کافر نه دی خو ګنهګار دی. خو ابن القيم رحمه الله د دغه قسمه خلکو باره کې فرمایي: دې کې اختلاف نشته چې پرېښودونکی د لمانځه په قصد سره مرتکب د لویې ګناه دی، چې د الله ج په نزد یې ګناه د قتل، زنا، حرام مال خوړل، غلا، شراب څښلو څخه پورته ده ځکه دی دلیل نیسي دا قول د الله ج {فَإِنْ تابُوا وَأَقامُوا الصَّلاةَ وَآتَوُا الزَّكاةَ فَإِخْوانُكُمْ فِي الدِّينِ} [التوبة:11].
ژباړه: که چیرته دوی توبه و ویسته له شرک څخه او لمونځونه یې قایم کړل، او زکاتونه یې ورکړل نو بیا دتاسو وروڼه دي په دین کې. دغه ایات کې الله ج واضحه کړه چې زمونږ (مسلمانو) تر منځ د وروري درې شرائط دي:  توبه به باسي له شرک نه، او لمونځونه به کوي، او زکات به ور کوي، که چیرته چا دا کار ونکړ نو هغه بیا له مسلمانانو سره وروڼه نشي کیدلی، دا د ابن القیم رح رائه ده په دغه قسمه خلکو کې چې فرمايي: أي أنهم كفار خارجين عن ملة الإسلام. الصلاة وحكم تاركها لابن القيم 1/29).

بل دلیل له حدیث پاک څخه رانقل کوي وعن عبد الله بن بريدة عن أبيه رضي الله تعالى عنه قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: العهد الذي بيننا وبينهم الصلاة، فمن تركها فقد كفر . رواه الترمذي ژباړه: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمائي: زمونږ او د مشرکینو تر منځ عهد هغه لمونځ ده، چا چې لمونځ ترک کړ نو هغه کافر شو. بل حدیث کې فرمایي: چې روایت شوی له أم سلمة رضي الله عنها څخه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د ځینو امیرانو باره کې وفرمایل چې ځینې وخت به ښه کارونه کوي او ځینې وخت به بد، بیا اصحابو عرض وکړ، مونږ ورسره جګړه وکړو ، ”أفلا نقاتلهم ؟ قال: لا، ما صلوا“ رسول پاک ورته وفرمایل نه؛ تر څو چې لمونځونه کوي جګړه مه ورسره کوئ.

دغه حدیث ځینې علماء دلیل ګرځوي چې ترک د لمونځ د جګړې او د قتال لپاره شرط ده، ځکه رسول پاک په بل حدیث کې فرمایي:  تر څو مو چې چې خپلو امیرانو ښکاره کفر نه وي لیدلی نو جګړه او منازعه به نه ورسره کوئ او دلته یې چې بیا وفرمایل تر څو چې لمونځ کوي جګړه مه ورسره کوئ، نو معلومه شوه چې ترک د لمونځ ښکاره کفر ده. همدا راز عبدالله بن شقیق رحمه الله فرمائي: چې د رسول الله صلى الله عليه وسلم اصحابو به د هیڅ عمل پرېښودلو ته کفر نه ویلې بغیر له ترک د صلاة نه.

إسحاق ابن رهوی رحمه الله فرمائي: دا صحیح ده له رسول پاک نه چې تارک د صلاة عمداً کافر ده، او همدارنګه دا رائه د اهل علمو له زمانې د رسول الله صلى الله عليه وسلم نه تر اوسه پورې ده چې تارک د صلاة په قصد سره بغیر د عذر نه کافر ده چې دی ښه پوی وي چې دغه ده وخت د لمانځه په تیریدو ده خو ابن حزم بیا ووایي چې دا نظر د بعضو اصحابو وو خو خلاف یې ما ته له اصحابو څخه نه ده رسیدلی.

دریم: بل قسم هغه خلک دي چې لمونځ ورباندې دروند وي، او د سستي له وجهې اکثره وخت ورنه پاتې وي، علماء دغه قسم عادت ته د منافقینو عادت ویلی ده دلیل یې دا قول د الله عزوجل دی چې فرمايي: وَإِذَا قَامُوا إِلَى الصَّلاةِ قَامُوا كُسَالَى. النساء:142

ژباړه: کله چې منافقین لمانځه ته پورته کیږي نو ډیر په سستي سره پورته کیږي. او بل دلیل یې د رسول الله صلى الله علیه وسلم حدیث ده چې فرمایي:أثقل الصلاة على المنافقين صلاة العشاء وصلاة الفجر.رواه البخاري دغه صورت د هغو خلکو ده چې لمونځونو کې سستي کوي خو په فرضیت یې ایمان او عقیده مظبوطه وي، لکه د نن د زمانې د اکثره خلکو، نو علماء په دغه مسئله کې درې فریقه شوي دي.

اول قول: امام مالک او امام شافعي او یو روایت له امام احمد څخه هم راغلی چې دغه رقم خلک کافر نه دي، بلکې فاسق ورباندې ګرځي، که چیرته یې توبه وویسته خو خبره جوړه شوه او که چیرته یې توبه ونه ویستله نو ودې وژل شي.

بداية المجتهد 2/252 د دوی دلیل په وژلو یې حداً که چیرته توبه ونه باسله دغه قول د الله تعالى دی چې فرمایي: فَإِنْ تابُوا وَأَقامُوا الصَّلاةَ وَآتَوُا الزَّكاةَ فَإِخْوانُكُمْ فِي الدِّينِ} التوبة:
له دغه ایات څخه دوی دلیل اخیستی چې که چیرته یې دغه درې کارونه وکړل توبه له شرک څخه، لمونځ، زکات نو دتاسو وروڼه شول او مفهوم مخالف داسې ورنه اخلي چې که چیرته یې دغه درې کارونه ونکړل بیا یې ووژنئ حداً.

بیا په دغه مفهوم باندې دلیل دغه قول د رسول پاک صلى الله عليه وسلم وایي «أُمرت أن أقاتل الناس حتى يقولوا لا إله إلا اللّه، ويقيموا الصلاة، ويؤتوا الزكاة، فإذا فعلوا عصموا منى دماءهم وأموالهم إلا بحق الإسلام، وحسابهم على الله» ماته امر شوی چې زه له دوی سره جګړه وکړم تر دې چې دوی وحدانیت ومني او لمونځونه قایم کړي او زکات ورکړي کله چې دوی دا کارونه وکړل ددوی وینه او مالونه مونږ سره محفوظ شول. په دغه حدیث کې رسول الله صلی الله علیه وسلم امر کړی په قتل د دوی تر دې چې لمونځونه یې نه وي ادا کړي ځکه فرمایي ”بحقها“ او له لمونځ نه غیر لوی حق نشته.

دویم قول: بعضې د سلفو علماء وایي دغه سړی هم کافر ګرځي، او یو روایت له امام أحمد څخه هم رانقل ده. دلیل د دوی دا حدیث دی چې فرمایي: بين الرجل وبين الشرك والكفر ترك الصلاة .

دریم قول: امام ابوحنیفه رحمه الله په مراقي الفلاح (1/161]) کې فرمایي: چې لمونځ پرېښودنکی چې په فرضیت یې ایمان وي، نه کافر دی او نه به وژل کیږي، بلکې تعزیر به ورکول کیږي او بندي کیږي به تر څو لمونځ وکړي.

یو قول ورنه داسې رازي چې پرېښودونکی د لمانځه په قصد سره د سستي له وجهې داسې دې ووهل شي چې وینې یې وبهیږي او بیا دې بندي کړي، هلته دې زندان کې هم وعظ او هم دې زجر ورته جاري کړي، تر دې چې یا لمونځ وکړي او یا په زندان کې مړ شي. دا یې د دنیا عذاب شو په آخرت کې یې عذاب دا دی چې دی له دنیا ګنهګار تللی له د نورو ګنهګارو په مثل به هلته هم سزا ورکول کیږي.

علماوو د امت ددغو ټولو مذاهبو خلاصه راجمع کړې ده.
اول: څوک چې لمونځ په قصد سره پرېګدي او له فرضیت څخه یې هم منکر شي کافر دی علی الاتفاق.

دویم: بل هغه کس چې لمونځ د سستي له وجهې پرېګدي خو په فرضیت یې ایمان وي، کافر نه دی خو په مسلمانانو لازمه ده چې په ښه طریقه سره دې وعظ او نصیحت ورته وکړي چې توبه وباسي،  او که یې توبه ونه ویستله، نو په مسلمانانو واجبه ده چې مقاطعه به ورسره کوي”راشه درشه ناسته پاسته او تعلق به ورسره ختموي“ او یا دې بندي کړل شي تر څو توبه وباسي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

الله تعالی مو دې له آل او اولاد سره په لمانځه قایم او دایم لري،، آمین یا رب

غ.حضرت

د لمانځه د وجوب او ګټو په حقانیت کی خو هیڅ شک نسته
خو
په قرآن کی عموماً د لمونځ ذکر او یادونه د ” ذکاة ” په څنګ کی سوېده
بناً
علماء او واعظین او د اخلاقو استادان باید د ذکاة د وجوب او تکلیف په هکله هم جدي دریځ ونیسی او مسلمان د ذکاة ورکړی ته وهڅوی.
کوم وخت یو چا لیکلی وه:
” که د خلیج د عربی هیوادونو ## اوسېدونکی د خپل ثروت ذکاة اداء کړی نو مسلمانان څه چی حتی د غیر مسلم بشر د فقر او نیستۍ کچه به ډېره را ټیټه سی “.

Omair mustafa

Der kha magar os wakht k dase khalk der ziad dee aw bandi kawal ye mushkil sa che namkena da . Allah d raham wakee no zaka Kho pa musalmanano da wraz raghale da

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x