نړۍ

 پاکستان کې د پوځي چورلکې نسکورېدو له امله د دوو جګړنانو په شمول څلور پوځيان وژل شوي

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۷ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د پاکستان په ګلګت بلستان سيمه کې د پوځي چورلکې د نسکورېدو له امله د دوو جګړ‌‌نانو په شمول څلور پوځيان وژل شوي دي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړيکو ادارې «ای ايس پي ار» له لوري په خپره شوې اعلاميه کې د پېښې پخلی شوی او د چورلکې د نسکورېدو لامل تخنيکي ستونزه بلل شوې ده.

ای ايس پي ار په دغه پېښه کې د وژل شوو جګړ‌نانو او پوځيانو له کورنيو سره خواخوږي ښوولې ده.

د يادونې وړ ده، چې د روان ۲۰۲۰ کال له پيله د پاکستان هوايي ځواک د روزنيزو چورلکو او الوتکو د نسکورېدو ګڼې پېښې شوي دي.

د تېر سپټمبر په ۱۵مه هم د پنجاب ايالت په اټک سيمه کې يوه پوځي چورلکه د رونیز پرواز پر مهال نسکوره شوې وه.

تر دې وړاندې د مارچ په ۱۱مه د پلازمېنې اسلام اباد په شکرپړيا سيمه کې يوه ايف ۱۶ پوځي الوتکه نسکوره شوې وه.

د فبرورۍ په ۱۲مه هم د خیبر پښتونخوا په مردان سيمه کې رونیزه الوتکه نسکوره شوې وه.

د فبرورۍ په ۷مه د پنجاب ايالت په شورکوټ سيمه کې هم يوه پوځي الوتکه نسکوره شوې وه.

همدارنګه د جنوري په ۷مه نېټه هم د پنجاب ايالت په ميانوالي سيمه کې د هوايي ځواک الوتکه نسکوره شوې وه او دواړه پيلوټان په کې وژل شوي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

الله د دوی ټول تباه کړی زمونږه وطن یی را خراب کړ.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx