افغانستانسولې اړوند خبرونه

غني او عبدالله د مذاکراتو د راتلونکي پړاو د ځای په اړه غږېدلي

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۷ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت مشر د پخلاینې عالي شورا له رییس «عبدالله عبدالله» سره په ارګ کې کتلي او د سولې پروسې او د مذاکراتو د راتلونکي پړاو په اړه یې ورسره خبرې کړې دي.

د کابل حکومت له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه لیدنه د ملي امنیت شورا سلاکار «حمالله محب» په شتون کې نن په ارګ کې وشوه او په مهال یې «عبدالله عبدالله -اشرف غني ته د ملي روغې جوړې عالي شورا د رهبرۍ کمېټې دویمې ناستې راپور ورکړ او د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو ډلې ترمنځ د مذاکراتو راتلونکي پړاو پر موقعیت او وخت هم بحث وشو.»

خبرپاڼه کې وړاندې راغلي، چې حکومت به د افغانستان د سولې پروسې ملاتړي ګروپ سره یو ځای د سولې مذاکراتو راتلونکي پړاوونه پرمخ یوسي.

د غني او عبدالله تر منځ د راتلونکي پړاو مذاکراتو د ځای په اړه بحث داسې مهال دی، چې په دې وروستیو کې اشرف غني او لوړپوړي دولتي چارواکي پر طالبانو ټينګار کوي، تر څو د سولې خبرې د هیواد دننه ترسره کړي.

ورته مهال طالبان بیا وایي، چې د مذاکراتي پروسې ځای ټاکل د مذاکراتي ډلو کار دی او هغوی چې د هر ځای په اړه پرېکړه وکړي، کېدلای شي مذاکرات همالته مخته ولاړ شي.

ددې تر څنګ د طالبانو ټینګار دادی، چې له یوې خوا د هیواد فضاء ددوی په واک کې نه ده او له بل لوري د کابل له ټیم سره د باور دومره فضاء نه ده رامنځته شوې ، چې پر بنسټ یې وکړای شو د سولې پروسه هیواد ته یوسو.

د مذاکراتو د دوهم پړاو د ځای په اړه بحثونه داسې مهال دي، چې مذاکراتي ټيمونو د اجنډا په اړه تر لومړنیو مجلسونو وروسته درې اوونۍ وقفه اخیستې او تمه ده د نوي کال د لومړۍ میاشتې پر پنځمه نېټه بیا ځلې د خبرو مېز ته راټول شي.

د مصالحې عالي شورا تر دې وړاندې ویلي و، چې د مذاکراتو د ځای په اړه بحثونه باید د مذاکراتو د خنډ او خنډ لامل ونه ګرځي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx