افغانستانسولې اړوند خبرونه

پخلاینې عالي شورا: راتلونکی پړاو خبرې په قطر کې کېږي

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۷ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د پخلاینې عالي شورا رییس «عبدالله عبدالله» وایي، د مذاکراتو د دوهم پړاو په قطر کې ترسره کېږي.

عبدالله عبدالله دغه څرګندونې د پخلاینې عالي شورا د رهبري کمېټې او د کابل مذاکراتي ټیم تر منځ د ګډې ناستې په مهال کړې دي.

له سپېدار څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې « د ملي مصالحې عالي شورا رییس وویل، د سولې خبرو اترو دویم پړاو به په قطر هېواد کې پیل شي. ډاکټر عبدالله عبدالله په خپلو خبرو کې زیاته کړه، قطر د سولې خبرو اترو د لومړي پړاو کوربتوب په غاړه لاره، د سولې خبرو اترو د ملاتړ کونکي هېواد په توګه یې د دویم پړاو خبرو اترو کوربتوب ته د کوېډ ۱۹ په بحراني حالت کې تیاری وښوده او له دې خبرو یې ملاتړ وکړ.»

خبرپاڼه کې وړاندې ټینګار شوی، چې یوازې د کابل مذاکراتي ټيم د «افغانستان اسلامي جمهوریت» استازیتوب کوي او ددې لپاره چې مهم موضوعات مشخص کړي، یوه کاري کمېټه تشکیلېږي تر څو د «افغانستان اسلامي جمهوریت» لومړیتوبونه مشخص کړي.

یاده دې وي، چې د بین الافغاني مذاکراتو ټیمونو تر منځ د اجنډا د لومړنیو موضوعاتو په اړه تر بحثونو وروسته د کابل حکومت مشر او چارواکو ټینګار کاوه چې راتلونکی پړاو مذاکرات باید د هیواد دننه ترسره شي.

ددوی له قوله، که مذاکراتي پروسه هیواد ته انتقال کړل شي، ولس به د څارنې توان ولري او له اضافي لګښتونو به مخه ونیول شي.

د مصالحې عالي شورا بیا د مذاکراتو موقیعت ټاکل د مذاکراتي ډلو صلاحیت بللی و او ټینګار یې کړی و، چې د مذاکراتو د ځای په اړه بحثونه باید د خبرو د بيا ځلې پیل په وړاندې خنډ ونه ګرځي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx