ورزش

آی سي سي د لسیزې غوره لوبډلې اعلان کړې، راشد خان هم شامل دی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۷ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د کرکټ نړیوالې شورا د یکشنبې په ورځ د شل اوریزو او یو ورځنیو لوبو د تیرې یوې لسیزې غوره لوبډلې اعلان کړې چې راشد خان هم د شل اوریزو په غوره لوبډله کې شامل شوی دی.

د تیرې لسیزې ټولشموله غوره لوبډلو مشرۍ لپاره د هندوستان کرکټ لوبډلې پخوانی لوبډلمشر ایم ایس دهوني ټاکل شوی دی، چې ورسره ۶ نور هندي لوبغاړي هم د یادو لوبډلو برخه دي.

د کرکټ نړیوالې شورا له لوري د تیرې لسیزې شل اوریزو سیالیو غوره لوبډله:

ایم ایس دهوني (لوبډلمشر)، کریس ګېل، روهیټ شرما، آرون فینچ، ویرات کوهلي، ای بي ډيویلیئرز، ګلین میکسویل، کرن پولارډ، راشد خان، جاسپریټ بومرا او لاست ملینګا.

د تیرې لسیزې یو ورځنیو سیالیو غوره لوبډله:

ایم ایس دهوني (لوبډلمشر)، روهیټ شرما، ډیویډ ورانر، ویرات کوهلي، ای بي ډيویلیئرز، شکیب الحسن، بین سټوکس، میچل سټارک، ټرینټ بولټ، عمران طاهر او لاست ملینګا.

د افغان ملي لوبډلې سوکه توپ اچونکي راشد خان که څه هم په ۲۰۱۵م کال کې شل اوریزې لوبې پېل کړې خو په خپل غوره استعداد او ځانګړي مهارتونو وتوانېد په دغه لوبډله کې ځای ورکړل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx