افغانستان

طالبانو په نورستان کې د «ډافا» ماین پاکۍ مؤسسې ته د مرستې ډاډ ورکړ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۷ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د طالبانو د مؤسساتو کمیسیون ځايي مسئولینو د نورستان ولایت په نورګرام ولسوالۍ کې د «ډافا» ماین پاکولو مؤسسې له کارمندانو سره په لیدنه کې هغوی ته  د هرقسم مرستې ډاډ ورکړی دی.

د «ډافا» غیر دولتي مؤسسې له تیرې یوې میاشتې راهیسې د نورګرام ولسوالۍ په مختلفو سیمو کې د ماین پاکولو لړۍ پیل کړې ده، چې د ځايي خلکو ترڅنګ طالبان هم ورسره همکاري کوي.

د طالبانو په رسمي ویب پاڼه الاماره د خپاره شوي خبر له مخې په نورګرام ولسوالۍ کې د طالبانو د مؤسساتو کمیسیون تیره ورځ د «ډافا» مؤسسې له کارونو څخه د لیدنې په ترڅ کې د هغوی د کارونو ارزونه او ستاینه کړې او د هرقسم مرستې ډاډ یې ورکړی دی.

«له ټولګټو پروژو او ادارو د لیدنو په دوام پرون د نورستان ولایت، نورګرام ولسوالۍ کې د موسساتو کمیسیون مدیر او مل هیئت یې د (ډافا) په نوم موسسي له کارونو څخه لیدنه وکړه.»

باید وویل شي چې طالبانو په دې وروستیو کې له یو شمېر بهرنیو مرستندویه مؤسسو سره په همغږۍ د هېواد په مختلفو ولایاتو کې مختلفو ټولګټې او مرستندویه پروژې په کار اچولي چې زرګونه کورنۍ ورڅخه برخمنې شوي او سلګونه کسانو ته کاري زمینې برابرې شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x