نړۍ

دوبي: دبرج الخلیفه دلوړو پوړونو اوسیدونکي باید روژه ناوخته ماته کړي

قمة برج خليفة (نن ټکی اسیا اګست ۲۰۱۱/۰۸)دوبي: د دوبي ښار د دارالافتاء اداري دنړي په کچه  ترټولو ددنګي وداني برج الخلیفه دلوړو پوړو اوسیدونکو ته امر کړی دي، چی دښاردنورو خلګو په نسبت له دوو څخه تردرو دقیقو پوري ناوخته روژه ماته کړی.

ددوبي ښار یوه مذهبي عالم الشیخ محمد الکبیسي خبرورکړی دي چي دبرج الخلیفه له اتیایم پوړ څخه بیا تر۱۵۰ پوړه پوري اوسیدونکي خلګ باید دښارله اذانونو څخه دوي دقیقي ناوخته روژه ماته کړي

 اوهغه خلګ چي له ۱۵۰ پوړ څخه بره په نورو لسو پوړونوکي اوسیږي باید دنورښار په نسبت دري دقیقي ناوخته روژه ماته کړي.

ددوبي ددرالافتاء ویاند خبري رسنیو ته ویلي دي حکومت دافیصله ځکه کړی ده چي دبرج الخلیفه اوسیدونکو باندي لمر دنورښارپه پرتله ناوخته ډوبیږي، نوموړي زیاته کړه دبرج الخلیفه هغه اوسیدونکي چي له اتیایم پوړ څخه په کښتو پوړونوکي اوسیږي کولای شي دښارداذانونو سره سم روژه ماته کړي.

له دارلافتاء څخه په صادره شوی فیصله کی راغلي دي چي دغه فیصله دهغو کسانو لپاره هم نافذه ده څوک چي په لوړو غرنیو سیمو اوهمدارنګه په الوتکو کی سفرونه کوي، یعني هغه ټول خلګ چی دنکو غرونو اویا هم په هوایی الوتکو کی سفرونه کوي باید دښار یاله کومه ښاره څخه چي الوتکه تیریږي دهغي سیمي په اذان روژه ماته نه کړی، بلکه دلمر ترلویدلو پوري انتظاروباسي.

ددوبي ددارلافتاء د اداري مسئول احمد عبدالعزیز له یوي خبري رسني سره په خبروکي زیاته کړه دبرج الخلیفه دکښتو اوبرو پوړونو په وختونو کي توپیرشته، خصوصا دماښام ماخستن اودسهاردلمنځونو په وختونوکي، نوموړي همدارنګه وویل دالوتکو هغه سواره چي دکوم ښار دپاسه تیریږي اودښارله وخت سره یوځای روژه ماته وي رواعمل نه ده.

عبدالعزیزوایی داځکه چي دلوړو پوړونو پر اوسیدونکو لمر ناوخته لویږي اوسهار دکښتو پوړونو په پرتله وختي ورباندي راخیژي.

بخت الرحمن بخت………….. نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x