دیني، سیرت او تاریخ

د حنفي علماوو د ډېر وخت هيله او د مولانا لطيف الرحمن ستر شاهکار!!

ترتيب: م. بلال

له تېرو نږدې سلو کلونو راهيسې د حنفي علماوو دا هيله او ارزو وه، چې د امام ابو حنیفه رحمه الله ټول روايت کړي حديثونه پر يوځای د يوې موسوعې (انسائیکلوپیڈیا) په بڼه راټول کړل شي، چې ورسره د غیر مقلدینو او نورو مغرضو خلکو له لوري چې پر امام صاحب رحمه الله د (قلیل الحدیث) کوم بهتان و، هغه په علمي انداز ځواب کړل شي.

ددغه ستر شاهکار مؤلف د خپلې موسوعې په مقدمه کې د هغو علماء کرامو نومونه په تفصیل سره ذکر کړي دي، چې دا تمنا يې درلوده، د هغوی له ډلې د امام مولانا عبد الحی فرنگی محلي رحمه الله، شیخ الاسلام علامه زاهد الکوثري رحمه الله، مولانا علامه ظفر احمد العثماني رحمه الله، مولانا مفتي مهدي حسن شاہ جهاں پوري رحمه الله، علامه ابو الوفاء افغاني رحمه الله او مولانا علامه عبد الرشید نعماني رحمه الله د يادونې وړ دي.
په دې توګه دا کار د حنفي علماوو په غاړه پور و، تر دې چې الله تعالی ددې ستر کار وياړ په مکه مکرمه کې استوګن، د ستر محدث حضرت حبیب الرحمن الاعظمي رحمه الله شاګرد، حضرت مولانا لطیف الرحمن مکي صاحب په برخه کړ.
الحمدلله د حضرت مولانا لطیف الرحمن قاسمي صاحب د اوږدو خواريو او د مشائخو د ځانګړې پاملرنې او دعاګانو په برکت دا ستر کار پای ته ورسېد.

د تالیف لامل:
که څه هم د ستر فقيه او محدث امام اعظم ابوحنیفه نعمان بن ثابت الکوفی (زوکړه:۸۰ھ- مړ:۱۵۰ھ) رحمه الله تعالی ځانګړي اوصاف: علم و عمل، زهد و تقویٰ، ریاضت وعبادت او همدغه شان دده محدثیت، په حدیثو پوهه او د حدیثو بیان له هيڅ مسلمان څخه پټ نه دی؛ خو بيا ځينې کم علمه او متعصب افراد پر امام صاحب باندې د «قلیل الحدیث»، «یتیم فی الحدیث» او ورته نور تورونه پورې کوي، چې يوازې په تعصب او حسد بناء دي. لکه څرنګه چې علامه ابن حجر مکي فرمایي: «علامه ذهبي رحمه الله او نور محدثينو امام ابوحنیفه رحمه الله د (حفاظو) په طبقه کې لیکلی دی او څوک چې دا فکر کوي، چې نوموړي په حديثو کې ډېر اهميت نه درلود، دا فکر يې پر تساهل او یا حسد ولاړ دی». (الخیرات الحسان، ص: ۶۰، وانجاء الوطن)

د دغې موسوعې د تکمیل لپاره حضرت مولانا لطیف الرحمن صاحب د نړۍ سترو کتابتونو، په ځانګړې توګه د هندوستان، پاکستان، سعودي، مصر، ترکیې، روسيې، اندونیزيا ته سفرونه وکړل. لنډه داچې د لومړي هجري قرن څخه تر لسم قرن پورې د امام ابو حنیفه رحمه الله ټول پاشلي مرويات، چې په متصلو اسانیدو سره وو، یې یوځای راټول کړل. په دې برخه کې يې ګڼ شمېر داسې مسانید کوم چې تراوسه چاپ شوي نه وو، بلکې مخطوط پاتې وو، هغه يې ترلاسه‌کړل، تحقیق و تخریج یې وکړ، چې په ځانګړې توګه يې يوڅو د یادونې وړ دي:
۱- مسند الإمام أبي حنيفة للحارثي.
۲- مسند الإمام أبي حنيفة لابن خسرو.
۳- مسند الإمام أبي حنيفة لابن المقرئ.
۴- مسند الإمام أبي حنيفة للثعالبي.
۵- مسند الإمام أبي حنيفة لابن ابي العوام.
۶- كشف الآثار الشريفة في مناقب أبي حنيفة للحارثي.
ځينې داسې واړه کتابونه، چې چاپ شوي نه وو، د هغو تحقیق یې هم وکړ،لکه:
۱۔ الاربعین المختارۃ من الحدیث الإمام ابی حنیفة
۲۔ عوالي الإمام ابي حنیفة
۳۔ احاديث السبعة عن سبعة من الصحابة
او ځينې داسې کتابونه چې چاپ شوي وو او خلکو سره وو، پر هغو يې له نوي سره کار کړی دی، لکه:
۱۔ جامع المسانید للخوارزمی
۲۔ آثار الامام ابی یوسف
۳۔ آثار الامام محمد ابن حسن الشیباني
۴۔ مسند ابي حنیفة لأبي نعیم الاصبھاني۔
په دې توګه يې د پنځلس کاله پرلپسې زیار په پايله کې، د حضرت امام صاحب ټول ١٠٦١٣ (لس زره ،شپږسوه ،دیارلس ) مرویات راټول کړل. پر هغو یې تحقیقي کار وکړ، او اوس الحمدلله د (الموسوعة الحديثية لمرويات الإمام أبي حنيفة) په نوم په عربي ژبه په۲۰ ټوکونو کې چاپ او علمي کړيو ته وړاندې شوه.

منهج او تګلاره:
په ۲۰ ټوکونو ويشل شوی دغه ستر او ارزښتناک کتاب، يوه اوږده مقدمه لري، چې په ۳ټوکونو کې ده.په ۳ جلدونو کې د (۲۳۱۴) راويانو تراجم دي، په ۲ ټوکونوکې لړليک دی او پاتې ۱۲ ټوکونو کې احادیث راوړل شوي دي.
د کتاب پيل ‎د (باب ماجاء فی تصحیح النیة) څخه کړی دی او وروستی باب يې(باب ماجاء فی صفة الجنة والحور) راوړی دی.
‎جزاه الله احسن الجزاء

يادونه: ليکنه کې د محمد نعمان مکي له اردو ليکنې معلومات را اخيستل شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندی

ماشاءالله
ډېر پرې خوښ شوم
د لامذهبو د هدایت په هیله

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx