افغانستان

بلوچستان کې وسله والو ۷ پاکستاني پوځیان وژلي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۷ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د بلوچستان ایالت په هرنايي ولسوالۍ کې د وسله والو برید کې ۷ پاکستاني پوځیان وژل شوي دي.

د پاکستان د پوځ ویاند په یوې خبرپاڼې کې ویلي، ناپېژاندو وسله والو تیره شپه د کویټې ښار څخه ۱۷۰ کیلومتره لرې په هرنايي سیمه کې د پوځ پر یوې پوستې برید کړی، چې له امله یې د دواړو لورو ترمنځ نښته رامنځ ته شوې ده.

سرچینه زیاتوي، وسله والو بریدګرو سره د نښتې پرمهال د یو افسر په ګډون ۷ پاکستاني پوځیان وژل شوي، چې دا مهال سیمه د امنیتي ځواکونو لخوا محاصره ده.

تردې دمه ددغه برید مسئولیت کومې ډلې په غاړه منلی نه دی؛ خو له تیرو څو کلونو راهیسې بلوڅ بیلتونپاله په دغه ایالت کې د پاکستاني حکومت پرضد جګړه کوي.

باید وویل شي چې نن د یکشنبې په ورځ د پاکستان په ګلګت بلتستان ایالت کې هم د یوې پوځي چورلکې نسکورېدو پېښه کې د دوو جګړنانو په شمول ۴ پاکستاني پوځیان مړه شوي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

الله اکبر. وایی مکوه په چا، چی وبشی پرتا.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x