شعـــــرونه

غربي بلا/ عاکف مهاجر

عاکف مهاجر

تښتي نور په تیښته ده غربي بلا
درومي له هیواده ځي خوني بلا

ها ده ترګمۍ باندې سهار راغلو
ورکه نوره ورکه تاریکي بلا

دا بلا د تیرې په پله لاړله
زغلي نور ورکیږي صلیبي بلا

بیا د افغان برم راتازه به شي
نوره به شرمیږي د پردي بلا

خپل طالب د کلي به شي خپل امام
ختمه به شي هم د غلامي بلا

بیا به د عاکف د کتاب ټول یاران
وموسکي او ورکه د مرګي بلا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx