ورزش

کرکټ پرځای پاتې، د فوټبال ملي لوبډلې عربي اماراتو کې تمرینات پېل کړل

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۷ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې چې تېره اونۍ یې عربي اماراتو ته سفر کړی په دغه هېواد کې د شنبې په ورځ د دیسمبر په ۲۶مه نېټه تمرینات پېل کړل.

د افغانستان د فوټبال فدارسیون ویاند فیروز معشوف رسنیو ته ویلي چې ملي لوبډله به د عربي اماراتو په فوټبال فدراسیون کې د دیسمبر تر ۳۰مې نیټې تمرینات ترسره کړي.

باید وویل شي چې ملي لوبډلې په یادو تمریناتو کې ۲۲ لوبغاړو ګډون کړی چې د فیروز معشوف په وینا ۱۲ لوبغاړي له بهره راغلي دي.

د فوټبال فدراسیون په پام کې لري د ۲۰۲۲م کال په قطر کې د نړیوال جام غوراوي سیالیو لپاره استعداد لرونکې لوبډله چمتو کړي، په دې خاطر یې یو شمېر ځوان لوبغاړي هم د تمریناتو لپاره غوره کړي دي.

دا په داسې حال کې چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د جنوري له ۱۸مې نیټې د ایرلینډ لوبډلې پر وړاندې درې یو ورځنۍ سیالۍ پېلوي، تر دې دمه د تمریناتو لپاره لوبډله نه ده څرګنده کړې.

د افغانستان کرکټ بورډ په دې پلمه د لوبغاړو ترمنځ په ننګرهار کې تمرینات پېل کړي خو د لوبغاړو په اړه یې څه نه دي ویلي. په داسې حال کې چې دا تمرینات په عربي اماراتو کې ټاکل شوي وو.

ویل کیږي د ملي لوبډلې لوبډلمشر اصغر افغان او یو شمېر چارواکو د کرکټ بورډ له دې چلند څخه چې راتلونکو سیالیو لپاره یې هیڅ چمتو والی نه لري سخت غبرګون ښودلی و.

افغان لوبډلې په ۲۰۲۰م کال کې یو شمېر نړیوالې سیالۍ درلودې چې د کرونا وبا له کبله ځینې لغوه او ځینې وځنډیدې، خو د کرکټ بورډ په ناغیړۍ د ۲۰۲۱م کال یو شمېر نړیوالې سیالۍ هم لغوه شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx