شعـــــرونه

د بل چم کوې ناپوهه خپل دې هېر سي/ همت

عبدالمالک همت

د لوېديځ پرمختګ نه دی په سازونو
او هم نه دی په نڅا د لوڅو نجونو

نه يې کار په زړه را ښکونکو نجونو جوړ دی
نې پيشرفت په لوڅو پښو، لوڅو سرونو

نې تخنيک په نکټايي پوري تړلی
نه يې دی دغه سترتوب په پتلونونو

نې د ږيرو په خريلو ملک ودان دی
نې  ټولنه پرمختللې په موډونو

نه يې ژوند د بې دينۍ په توسن ښه دی
نه يې پوهه ده په لاتيني ليکونو

زموږ هر څه تر دوی ښه دي باور وکړه
که موږ سو لګيا په سمو ښو کارونو

خو چي موږ په خپلو بدو هر څه بد کړو
څه ده ګرمه په دې هکله د دښمنو

تمدن د غرب له لوري نه را درومي
دا اعجاز دی د پوهني او زيارونو

د غرب پوهه که په خپله ژبه زده کړې
هله پوه به سې د هر څه په خوندونو

که د بل پېښې کوې خپل به دي بايلې
دی تقليد د نورو مرګ دولسونو

تجربې د نورو ښه دي خو هر ګوره
چي درمل يې کړې د خلکو د دردونو

هسي نه چي سې مين د بل پر ښځو
سې ورتېر تر خپل ناموس او اولادونو

خپله سپینه پښتنه معشوقه نه کړې
مين سوی يې د غرب پر بد لمنو

د بل چم کوې ناپوهه خپل دي هېر سي
په لوی لاس کړې ځان د بل د پېغورونو

زه «همت» خوشي چټي خبري نه کړم
دی مأخذ يې د لويانو د پندونو

پورتنی شعر ما په نوي ډيلي کي د ۱۹۹۲ م کال د اګست پر ۲۵ مه د علامه اقبال دې دوو شعرونو ته په کتو ويلی دی:

قوت مغرب نه از چنګ ورباب
نی زرقص دختران بی حجاب

محکمی اورا نه از لادينی است
نی فروغش از خظ لاتيني است

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غ.حضرت

دروند او ګران همت صاحب که څه هم پورته ښکلئ نظم په ۱۹۹۲ کال کی لیکلی دی خو ۱۰۰۰۰۰۹۲ کال پوری د اعتبار او اعتناء وړ دی.

عبدالمالک همت

مننه قدرمن ورور غلام حضرت صاحب، الله مو روغ او خوشاله لره. يعني تر قيامته او يا تر قيامت لا وروسته هم ؟

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx