افغانستانسولې اړوند خبرونه

پاکستان: منفي څرګندونې افغان سولې پروسې ته زیان رسوي

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۷ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، د کابل حکومت د رسمي چارواکو او غیر رسمي کړیو منفي نیوکې او څرګندونې د افغان سولې پروسې او د کابل-اسلام اباد تر منځ اړیکو ته زیان رسولی شي.

د پاکستان له بهرنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې یاد هیواد اندېښنه ښودلې، چې په دې وروستیو کې د یوه رسمي چارواکي او د غیررسمي ادرسونو له لارې د پاکستان په تړاو منفي تبصرې کېږي، چې ددوی په خبره، د افغانستان د سولې پروسه او د کابل-اسلام اباد تر منځ اړیکي زیانمنولای شي.

پاکستان که څه هم د کوم ځانګړي شخص او یا ادرس نوم نه دی یاد کړی او نه یې هم داسې موضوع یاده کړې، چې په اړه یې منفي تبصرې شوې؛ خو ټینګار یې کړی، چې دواړه لوري باید د اړیکو د لا پراختیا او سمون لپاره هڅه وکړي او داسې څرګندونې ونکړي، چې اړیکې زیانمنې کړي.

دغه څرګندونې وروسته له هغه دي، چې د کابل حکومت د مشر لومړي مرستیال «امرالله صالح» ادعا وکړه، د طالبانو د سیاسي دفتر رییس او سیاسي مرستیال «ملا برادر اخند» پاکستان ته تللی و او هلته یې د طالبانو له روزنیزو کمپونو څخه د لیدنې تر څنګ د پاکستان له ملاتړ مننه کړې وه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، دوی تل د افغانستان له سولې او ثبات ملاتړ کړی او د افغان سولې خبرو په پرمختګ کې یې رول لوبولی، چې د افغان او نړیوالې ټولنې له لوري ترې هرکلی شوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx