نظــر

ترهه ګري چې نړۍ پرې چوپ ده!

د وروستۍ اونۍ خبرونه وايي، چې مسلمانان په چين کې سږکال له روژې نيولو منع شوي دي. او ټولو مامورينو، کارګرانو او زده کوونکو ته دغه خبره رسول شوې چې د روژې په مياشت کې له ديني فعاليتونو ځان وساتي. دا لومړی وار نه دی چې مسلمانان په کې له روژې نيولو منع کېږي، بلکې د تېرو کلونو په اوږدو کې په مختلفو مرحلو کې د چين د حکومت له لوري دغه کارونه تر سره کېږي، د دې لپاره چې مسلمانان د فشار لاندې ونيسي او ديني هويت يې له منځه يوسي. د شمېرنو مطابق په چين کې نږدې ۱۸ ميليونه مسلمانان اوسېږي، چې ډېری يې د اويغور قوم ته منسوبېږي. دا له هغو ۵۶ قوميتونو يو دی چې په چېن کې پراته دي، ډېری یې د چين شمال غرب لوري ته د سينکيانګ په ولايت کې مېشته دي، چې پخوا د «شرقي ترکستان» په نوم پېژندل کېده او په ۱۹۴۹م کال چين وروسته له هغو نښتو چې نږدې يو ميليون اويغوريان په کې ووژل شول، په ځان پورې ونښلاوه.

له همغه وخته مسلمانان هلته د خپل هويت دفاع او د خپلو حقوقو غوښتنه کوي، له همدې امله پر دوی مسلسل فشارونه راوړل کېږي او پرله پسې کوښښونه کېږي چې دوی له خپل پلرني وطنه هجرت ته مجبور او په نورو چينايي ولايتونو ووېشل شي، څو تيت پرک شي او د خپل ځان د دفاع توان يې کمزوری شي.

ما دېرش کاله وړاندې د سينکيانګ ولايت لېدلی و، هلته مې چې څه ليدلي و په خپل کتاب «اسلام په چين کې» کې مې ثبت کړي دي، چې د اويغوريانو ستونزې او غمونه مې په کې ځای کړي او دا چې له دوی سره هلته د دويمې درجې هېوادوالو په توګه چلند کېږي، همدغه هغه خلفيه ده چې زه يې د دوی د قهر او ياغيتوب په اړه د پوهېدو لپاره مجبور کړم، او په دې اړه چې ولې يې نوي نسلونه په وروستيو کلونو کې د تشدد لاروي دي، وروسته له هغې چې په دوی د تېري ساحه پراخه شوه، د خپلو حقوقو له ترلاسه کولو مايوس شول او پر دې هر څه برسېره عذاب ورکول کېده او د ظلم ښکار ول.
په دې وروستي کال کې دغه تشدد ډېر شو او چين قهرجن مسلمانان ترورستان وبلل.

دهېوادونو په دغه ګډوډ حالت کې چې د عربو سيمه يې نيولې او د ترورستۍ پر ضد غږونه پورته کېږي، زموږ خبري رسنيو هم له چينه راتلونکي خبرونه خپاره کړل او پرته له دې چې په مصري او چينايي حالتونو کې توپير وکړي، په هغو پرېکړو يې خوښي څرګنده کړه، چې هلته روانې وي او د مسلمانو اويغوريانو په لسګونو ځوانانو يې د ترورستۍ په تور د اعدام حکومونه صادر کړل. نتيجه دا شوه چې په دغو پرېکړو چې چارواکو ترسره کړې، مصري او عربي رسنيو خوښي څرګنده کړه او عاملين يې تشويق کړل، چې کېدای شي همدغه د دې سبب شوی وي چې چينايي چارواکي د دې اقدام جرأت وکړي چې اويغور مسلمانان له روژې نيولو او په روژه کې له نورو ديني فعاليتونو منع کړي، او دې ته کار ته يې له ترورستۍ سره د مبارزې نوم ورکړ.

په تصادفي توګه په هغه ورځ چې په جريدة الشروق کې په چين کې له روژې نه د مسلمانانو د منع کېدو خبر خپور شو، په هماغه ورځ د أهرام جريدې په دې عنوان يو بل خبر خپور کړ: «بودايان د ميانمار (بورما) په دويم لوی ښار کې مسلمانان په وژلو تهديدوي». د خبر لاندې و: سلګونه بودايان د ماندلای ښار په سړکونو او کوڅو کې ګرځي، چړې، کوتکونه او له باڼسو جوړ ډانګي يې په لاسو کې دي د مسلمانانو وژلو ته خلک رابولي. دغه خلک د هغه بواديي په جنازه کې شريک شوي و چې د دواړو لوري په نښتو کې وژل شوی و او له ده وروسته په راتلونکي ورځ يو مسلمان چې د سهار لمانځه ته روان و، وژل شوی و او تاوتريخوالي زور نيولی و چې ۱۹ تنه مسلمانان په کې زخمي شوي و. په ميانمار کې دغه پېښې د دې لپاره وې چې د «روهانجيا» هغه مسلمانان له هېواده وباسي، چې ډېری يې د هېواد غرب لوري ته د اراکان په ولايت کې مېشته دي. او سره له دې چې دوی ۵ ميليونه مسلمانان دي (د ميانمار ټول اوسېدونکي ۵۰ ميليونه دي)، متعصب بودايان يې له بنګله ديشه راغلي مهاجر بولي، حکومت يې په هويت اعتراف نه کوي او له هېواده په شړلو کې يې دمه نه کوي، چې دغه کار د ميانمار مسلمانان د ظلم له ګڼو ډولونو سره مخ کړي، چې عامې وژنې يې يوه برخه ده.

دغه خبرونه له هغو راپورونو سره هم مهاله و چې له منځنۍ افريقا راتلل او هلته يې له هيبتي قصابيو او د پرله پسې له منځه وړلو خبر ورکاوه، چې دغه قصابۍ او له منځه وړل د کاتوليکي متعصبو ډلو کار دی او د مسلمانانو د له منځه وړلو لپاره په لار اچول شوی دی. ځکه خبره تش همدومره نه ده چې ملکيتونه غصب شي او کورونه او کروندې وسوزول شي، بلکې هغه قصدي وژنې چې له زياتي او انتقام ډکې دي، په روانو تېريو کې يوه عامه طريقه جوړه شوې ده. وروستۍ شمېرنې د قربانيانو شمېره نه ښيي خو ملګري ملتونه د زرګونو تنو د وژلو، د ۶ نيم لکو د بې کوره کېدلو او ۳ لکو نورو د مهاجرت په اړه غږېږي. د دغو جرمونو په اړه نه په عربي هېوادو کې کوم داسې غږ پورته شو چې بد پرې ووايي او نه په اسلامي هغو کې، غير له «د اسلامي تعاون اداره) چې په جده کې ده او په هغو ظلمونو يې نېوکې کړي چې مسلمانان ورسره په ميانمار او منځنۍ اسيا کې مخ دي. پاتې شوه د اويغوريانو پر ضد د چين د ظلم کيسه او له روژې او عبادتونو د هغوی منعه کول، نو داسې څوک مې ونه ليد چې پر ضد يې خوله خلاصه کړي. دا خو لا پرېږده چې عربي نړۍ په خپله له چين سره د لويو تجارانو له ډلې شمېرل کېږي.

دغه څه چې پېښېږي د ترورستۍ هغه اوچتې درجې دي، داسې چې هدف يې د مسلمانانو ورکول او هويت له منځه وړل دي، خو زموږ وطنونه په هغه ترورستۍ مشغول دي چې د نظامونو پر ضد دي، د مسلمانانو هغه وينې چې تويول يې روا ګڼل شوي، هغه نو داخلي مسئلې دي –حتی د اسلامي ادارو له نظره هم- چې لاسوهنه په کې منع ده.

دنيا هغه وخت چاودېده چې طالبانو د افغانستان په باميانو کې د بوذا مجسمه ړنګه کړه، خو نړيوال باتوران؟ چې اوس په دغه يا هغه هېواد کې د مسلمانانو له ورکولو خبرېږي، خوب يې نور هم ژورېږي. ملامت نه دي، ځکه د عربي او اسلامي دولتونو چوپتيا يې په دې زړور کوي چې په دغسې پرله پسې جرمونو هم غوږ ونه ګروي.

ليکنه: د: فهمي هويدي

ژباړه: محمد ثاقب

له (خبرپاڼه) خبري ویب پاڼي څخه په مننه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x