روغتیا

نړۍ کې د کرونا ویروس دوهم نسل په چټکۍ مخ پر خپریدو دی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۷ مرغومی، ۱۳۹۹ل): په چین کې د راپورته شوي کرونا ویروس شاوخوا یو کال بشپړیږي چې نږدې ۸۰ ملیونه کسان پرې اخته شوي او شاوخوا ۱.۸ ملیونه کسان یې په ټوله نړۍ کې مړه کړي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان تایید کړې چې په نړۍ کې د یاد ویروس دوهم نسل راپورته او له برتانیا څخه د نړۍ په یو شمېر هېوادونو کې خپور شوی دی، دوی خبرداری ورکړی چې دا ویروس به وروستی نه وي.

د راپورونو له مخې د برتانیا په ګډون په فرانسه، هسپانیا، سنګاپور، استرالیا، سویډن، کنډا او جاپان کې د نوي نسل مثبتې پېښې ثبت شوي دي. دا ویروس له برتانیا څخه یادو هېوادونو ته خپور شوی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان د کرونا نوي نسل په اړه خبرداری ورکړی، خو زیاته کړې ده چې د تېر په پرتله زیات وژونکی نه خو ۷۰ سلنه چټک خپریدونکی دی او جدي پاملرنې ته اړتیا لري.

جاپان په دې هکله له بهر څخه پر ورتلونکو کسانو د دوشنبې (۲۸ دیسمبر) څخه د جنوري تر پای پورې بشپړ بندیز لګولی دی، په داسې حال کې چې شاوخوا ۵۰ نورو هېوادونو له برتانیا سره هوایي او ځمکیني تګ راتګ ځنډولی دی.

داسې احتمال هم شتون لري چې د ویروس نوی نسل نورو هېوادونو ته رسېدلی خو په دې کې د ساینسي ډيټابیسونو نشتوالي له کبله تر اوسه قضیې نه دي څارل شوي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت نن یکشنبه په یوې اعلامیې خپرولو سره ویلي دي چې په دغه هېواد کې د ویروس دوهم نسل پېښې نه دي ثبت شوي، خو زیاتوي چې لا له وړاندې یې د مخنیوي لپاره جدي تدابیر نیولي دي.

د لندن د روغتیا او استوایي درملو د پوهنځي د راپور له مخې دغه ویروس له تېر څخه له ۵۰ نه تر ۷۴ سلنې ډير پيچلی دی، چې کولی شي په روغتونونو کې د جدي ناروغانو کچه او په ۲۰۲۱م کال کې د مړو کچه زیاته کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx