نظــر

د سالېګي تازه ببولالو ته ځواب!!

خیر الله شینواری

د جمهوري ریاست هوايي او نمایشي لومړي مرستیالګوټي د سولې مخته تازه خطونه کش کړي چې په خبره یې دا زمونږ طلايي خطونه دي، سرو خطونو خو چندان نتیجه ورنکړه او ټول یو په بل پسې زیړ شول، اوس وایي دا طلایي رنګ لږ پوخ دی ګوندې مقاومت ولري.

اول خو جالبه دا ده چې دا عالي جناب ولې د سولې په اړه غږېږي؟؟ سړیه تا خو ډېر مخکې د ټول ولس مخته اقرار کړی چې زه له طا لبانو سره هیڅرنګه آشتي او امتیاز ته قائل نه یم، نو بس کرار دې پر ځای چیرته کښېنه او د شش و نیم ډوزې دې وله ستا یې له سولې سره څه؟؟

دویم: سالېګی په خپلو تازه څرګندونو کې وايي چې هغه سوله نه منو چې تسلیمي پکښې وي، معنی دې سړي خپل خوب لیدلی چې بارا به آخر په ټیټه غاړه د ولس ارادې ته تسلیمېږي او سوله به په وچ زور مني که یې خوښه وي او کنه.

دریم: سالېګی وایي که مونږ په ارزښتونو پښې کېږدو سبا سوله راځي، دلته نو یوه ښه قهقه خندا راشي چې سړیه د یوه حلقه بګوش غلام به لا ارزښت څه وي؟؟ ته د کوم ارزښت پاسبان ځانته بولې؟؟ ارزښت خو دین دی چې ته یې د نظام په تعریف نه پوهېږې او له خپل مقابل طرفه د اسلامي نظام تعریف غواړې، ارزښت خو خاوره ده چې تا پنجشېر کې د «ګیري شیرون» په ترجمانۍ خرڅه کړه، ارزښت خو خپلواکي ده چې تا په سي آی اې هغه وخت وپلورله چې ددې سازمان د «ژامې ماتوونکې ټیم» سره یوځای په یوه هلیکوپتر کې له تاجکستانه پنجشېر ته راغلې، نو ته نور د کوم ارزښت خبره کوې؟؟ ستا ټول ارزښت خو همدا دی چې د عمران خان په خوله دې ملا برادر ته احوال لېږلی چې د مؤقتې ادارې په مشرئ کې دې مونږ د یونیم کال لپاره ومنل شو هر څه درجار دي.

څلورم: دا نازنین وایي چې د حاکمیت په اړه تصمیم نیول د خلکو حق دی چې د ټاکنو په توسط تمثیلېږي، دی وایي دا له طا لبانو سره د زمونږ د مذاکرې طلایي خط او په اصطلاح ګولډن رول دی، ښه!! د تمثیلګر ایېله پدې شرمېدلي تمثیل چې تا روان کړی، ته ولا دا کوم انتخابات چې تا تیر ځل وکړل همدا ستا د حاکمیت مشروعیت ورکوي؟؟
ښه که چېرته ته دومره د خلکو په اراده ټينګ ولاړ یې نو ستاسې خو له هغه ټول تقلب سره ۳ لکه رایې نه وې دا نور ملیونونه خلکو چې درسره بایکاټ کړی هغو سره څه کوې؟ ټول پنجشېر کې دې ۴۰۰ رایې ندي اخیستی چې ستا د نفوذ پیاوړې حوزه ده او ته بیا راځې د ټول افغانستان د حاکمیت دعوه هم کوې؟؟ پام چې دا بد ونکړې، ستا د حاکمیت سرمنشی د امریکا او ناټو بي ۵۲ او بې پیلوټه الوتکې دي نه د خلکو رایې، ستا د حاکمیت وزرې په بګرام کې بهرنۍ قواوې دي نه د افغانانو رایې او اراده، که د خلکو خوښې ته دې خبر لاړه ځای دې ارګ نه بلکې د پلچرخي زندان دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اختر محمد

په ګوتو دی برکت شه دناصالح یو بل صفت دی هیرشوی دی هغه وخت چه په کابل کی شر اوفساد مسلط وه نو ناصالح به دتلویزون په غره کی د شوردانی نظار دقوماندانانو خدمت کاوه او ضروریات به ی رفع کول په داسی خلګو تبصره کول دوخت ضایع کول دی وروره

سعېد

په قلم دس بزکت، بېا به جائ ده ارېانا چوک ئ ! انشاءالله

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx