ټولنیزه برخه

د علماء کرامو ملګرتیا به نجات درکړي

عاکف مهاجر

یو عالم د (یا ایها الذین امنو اتقو الله و کونو مع الصادقین) تر وضاحت لاندې ویلي چې یو وخت یو ساحر او جادوګر اتش پرست ؤ، چې هیچا یې د مقابلې لپاره زړه نه ښه کولو، خو بالاخره یې د وخت ولی الله مالک بن دینار مقابلې ته تیار شو.

کله چې مالک بن دینار راغی، خلک راټول ول چې اوس د اسلام او کفر مقابله ده، معلومه به شي چې څوک په حق دي. مسلمانان هم حیران او کفار هم حیران ولاړ دي، مالک بن دینار امر وکړ چې لرګي راټول کړی دا د اور خدایي منونکی اتش پرست به هم لاس کې ننباسي زه هم، همداسې وشول، دواړو لاسونه سره ورکړل او اور ته یې دننه کړل، خو د یوه لاس هم نه سوځي، مالک بن دینار حیران دی چې یا ربه زما خو ستا په وحدانیت ایمان دی، د ده لاس ولې نه سوځي، خو مقابله پای ته ورسیده، هیڅ څوک هم بریالي نه شول.

مالک بن دینار ورته وایي سبا به بیا راځو، د شپې ټوله شپه مالک بن دینار رب ته دریږي او ژړا کوي چې یا ربه ما خو ستا په وحدانیت باور کړی وو چې لاس مې نه سوځیده د هغه لاس ولې نه سوځیده، د شپې وروستی شپه کې خوب پرې راځي او الله جل جلاله بلا کیف په خوب کې ویني، ورته وایي اې مالکه د هغه لاس ستا له لاس سره یو ځای شو، نو ځکه نه سوځیدلو، سبا ورځ مالک بن دینار راځي اتش پرست ته د مقابلې لپاره، بیا اور تیاریږي، خو مالک بن دینار نن ورته شرط لګوي چې زه به اور ته خپل لاس جلا ننباسم او ته جلا، اتش پرست یې نه مني او مسلمانان مقابله ګټي، خو د وخت بادشاه له مالک بن دینار پوښتي چې دا شرط یې ولې ورته کیښود هغه ورته د خپل خوب کیسه بیانوي.

له دې معلومه شوه چې د صالحانو په ملګرتیا کې نجات ده، کله چې د صادقینو ملګری شوې له اور څخه به په امن شې، د صادقینو تفسیر په علماء شوی، نود علماء په ملګرتیا کې نجات ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx