لیکنېنظــر

مذاکراتي بهیر او ورسره نښتې پیچلتیاوې

جواد

په داسې حال کې چې مذاکراتي ټیمونه د مشورو په موخه په درې اوونیزو رخصتیو تللي او له اړوندو لوریو سره یې مشورې پیل کړې؛ تازه یې په هکله د عامو خلکو لخوا پر بیاپیلیدونکې ټاکل شوې نیټه شکونه راپاریدلي دي.

د مصالحې عالي شورا چې دکابل د سولې د ټیم بنسټ ځان بولي او ددغه بهیر د ریاست ادعا لري، په پرلپسې توګه هڅې کوي ارګ له خپلسرو مغرضانه هڅو راوګرځوي او د هغو هڅو مخه ونیسي چې مذاکراتي بهیر له ځنډ او خنډ سره کوي.

آیا د مصالحې شورا په خپله داعیه کې ریښتینې ده او ولې ارګ یې مخه نیسي؟

ډاکټر عبدالله چې د مصالحې عالي شورا مشري پر غاړه لري، د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندۍ پرمهال یې هم له طالبانو سره د بې قید او شرطه مذاکراتو د پیل خبرې کولې او آن ددې ټټر یې هم ډباوو چې که انتخابات یې وګټل، نو د سولې لپاره د خپلې څوکۍ قرباني ته هم تیار دی؛ شنونکي یې په هکله وایي چې نوموړی غواړي په ډول نرم دریځ سره د شمال ایتلاف په نمایندګي تر سولې وروسته هم غوښنه برخه ترلاسه کړي.
د مالوماتو له مخې عبدالله همدا اوس د کابل حکومت نږدې ۱۲وزارتونه د ملي امنیت عمومي ریاست او څو معینیتونه، سفارتونه او ولایتونه د خپل ویش رسیدلې ونډه لري، ورسره په ارګ کې د عطانور، دانش او امرالله صالح په سیستماتیک ډول داخلولو سره د غني د برخې نیمایي یې هم خپله کړې ده او په مخالف اپوزیسیون کې یې صلاح الدین رباني د نورو د خپلولو لپاره کینولی دی.

که ووایو، نو د فعلي حکومت له یوې کوچنۍ برخې پرته، ټوله د ډاکټرعبدالله ډله اداره کوي، په داسې حال کې چې په نوم ولسمشر بیا د خپلې ونډې خورا کمه برخه ریښتینی واک لري.

شنونکي وایي، د عبدالله هڅه داده چې که طالبان واک ته رسیدل، په خپل نرم دریځ سره به خپله او د صلاح الدین رباني په څیر ځینې نورې څیرې، هلته هم د غوښنې برخې لپاره چوخ کړي، ترڅو د واک محرومیت یې بهر ته د تیښتې لامل ونه ګرځي.

آخوا بیا غني او پرې راټول حورایون د سولې ظاهري او بې دلیله مخالفت کوي؛ دوی ځان د پښتون اکثریت «چې حکومتي واک کې تر ټول لږ اقلیت دی» نماینده بولي او ورسره د غازي امان الله د سیکولرو افکارو را
ژوندی کوونکي او پلی کوونکي هم ځانونه بولي.

دوی ته که څه هم څوکۍ مهمه ده، خو د ورکړل شوې برنامې له مخې د غربي ډوله دیموکراتیک نظام اقامه بیا تر هغې ډیر اولویت ورته لري.

په دوی کې امرالله صالح چې د سولې اصلي تخریب ګره څیره ښکاري، د عبدالله په مټو نیغ نیغ کیږي د سولې په تخریب کې په ارګ کې دواکمن او طالبانو ترمنځ د دښمنۍ د پراختیا هڅه کوي، د غني او ټامیانو تیښته یقیني بولي او فکر کوي چې ښایي دی هم د تښتیدونکو د کاروان ملګری وي، خو له جوړجاړي وروسته به ځان د پخوانیو اقرباوو په مټ له حساب کتاب خلاص کړي.

د سیمې هیوادونه په ځانګړې توګه هندوستان هم له روان بهیر خوښ نه دی، لا یې د احمدشاه بابا د ګوزار
غوسه تر پیړیو وروسته هم په وینه کې ګډه ده او غچ یې د سولې په مخنیوي او د روان وضعیت په دوام کې د صالح په څیر د اجرتي ملیشو په مټ اخلي.

څه په کار دي؟
باید ټول لوري په ریښتینې مانا رامخته شي، د خپل دین، کلتور او عنعناتو لمخې دې پرېکړې وکړي، لاسته راوړنې دې د همدې دریو موازینو په تله وتلي، که یې سمون نه خوړ، حذف دې شي او که برابرې وې تقویه دې شي.

پردي دې په خوله ووهي، فرمایشات دې په ډاګ وولي او د یوه سپین ورور په څیر دې نه د واک د بقاء، بلکې د هیوادنیو ګټو لپاره راوړاندې شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx