ټولنیزه برخه

زه الله وساتلم «له پنده ډکه کیسه»

غلام عمر عبدالله

مفتي محمد تقي عثماني حفظه الله وایي:
“شیخ عبدالقادر رحمه الله یوه شپه د تهجد لمونځ کاوه، کله چي یې د تهجد لمونځ خلاص کړ. ویې لیدل چي د مسجد محراب نړېدلی/درز کړیدی او له آسمان څخه یو نور ورسره نښتی دی.

لحظه وروسته یې له لوړ لوري څخه یو ږغ واورېدی چي ویل یې: ای شیخه!
نور لمونځ بس دی ته داسي مقام ته رسېدلی یې چي نور لمانځه ته اړتیا نه لرې ځان مه په تکلیف کوه.

شیخ رحمه الله مخ ور وګرځوی ویل: د الله پیغمبر له هغه ستر مقام او شان سره چي لری یې خو بیا هم لمونځ نه ؤ ورته معاف شوی.
نو زه څنکه له لمانځه څخه معاف یم؟!
شیخ پوه شوی ؤ چي دا شیطان دی او غواړي ده ته دوکه ورکړي ترڅو عبادت پرېږدي.

شیخ بیا ناڅاپي ږغ واورېدی ویل: دا ستا علم ؤ چي ځان دي راڅخه خلاص کړ. شیخ پوه شو چي شیطان غواړي اوس مي په خپل علم مغروره او دوکه کړي.
نو ویې ویل: پر تا دي د الله لعنت وي!
ماته زما علم نجات نه دی راکړی بلکه زه الله ستا له چل او دوکې څخه وساتلم.”

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx