افغانستان

د مشرانو جرګې ۳ سناتوران د بډو اخیستو په تور نیول شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۸ مرغومی، ۱۳۹۹ل): له درنو جرمونو سره د مبارزې پولیسو او ځانګړو ځواکونو د بلخ ولایت په حیرتان بندر کې د مشرانو جرګې ۳ سناتوران د بډو اخیستو په تور نیولي دی.

یوې امنیتي سرچینې رسنیو ته ویلي، د مشرانو جرګې ۳ غړي محمدعظیم قویاش، محمدانور باشلیغ او لیاقت الله بابکرخیل تیره ورځ د حیرتان بندر د څارلو په موخه  هلته تللي وو، د ګمرک له رئیس څخه د ۶۰ زره ډالرو بډې اخیستو په تور لاس په لاس نیول شوي دي.

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر تراوسه په دې هکله غبرګون ښودلی نه دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx