
کابل کې د پولیسو شمېر دوه برابره کېږي
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۸ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت د مشر لومړی مرستیال «امرالله صالح» وایي، په ښار کې د پولیسو شمېر کم دی او د امنیتي ناستو د طرحې په اساس به دوه برابره شي.
صالح چې د کابل امنیتي چارې هم په غاړه لري، نن د شپږ نیمو بجو د امنیتي ناستو په راپور کې ویلي، چې ولسمشر به د یادو ناستو د طرحې او وړاندیز په اساس په کابل کې د پولیسو شمېر دوه چنده کړي.
د صالح په خبره، د کابل نفوس ته په کتو که چېرې کابل د ثبات په حالت کې هم وای، د پولیسو شمېر باید دومره کم نه وای « مقایسوي ارزونې ښيي چې کابل حتا د ثبات او ارامۍ په حالت کې هم د نړۍ په ځانګړې توګه د دریمې نړۍ هیوادونو په سطحه، د نفوسو په تناسب کم شمیر پولیس لري.»
د نوموړي له قوله، د پولیسو په شمېر کې زیاتوالی په دقت سره راځي او هغه کسان چې اړینې وړتیاوې نه لري، د پولیسو لیکو ته به جذب نشي.
د پولیسو د دوه برابره کولو پرېکړه داسې مهال ده، چې په دې وروستیو کې هدفي وژنو زور اخیستی او په تېره یوه میاشت کې لسګونه دولتي منسوبین ددي ډول بریدونو ښکار ګرځېدلي.
په دې وروستیو کې پر حکومت نیوکې زیاتې شوې او چارواکي تورن شوي، چې نشي کولای د دولتي کارمندانو امنیت خوندي کړي.
دیګ تر اندازې زیاتي مالګي بې خونده کړی دی او دی د نامي زوی لا د ملګي کاچوغه او دبلی پلاس کي نیولی دیګ ته نوره مالګه لا وراچوي چي خوند یې ورسم کړي
په ترتيب باندى خپل لنډغر او حرفوى قاتلان, غله او نور وحشيان د پوليسو په ليکو کى منظم کوى.