افغانستان

طالبان: کابل کې د موډلینګ ترسره کېدل د افغانانو په «درانه او باعفته هویت» ګوزار دی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۸ مرغومی، ۱۳۹۹ل): طالبان وایي، په کابل کې د موډلینګ په ترسره کېدلو سره د افغانانو په درانه هویت، کلتور او تشخص  باندې دروند ګوزار وشو او افغاني اصیل کلتور لیلام ته وړاندې شو.

وړمه ورځ په کابل کې یو شمېر نجونې او ځوانان په «نیمه بربنډ» حالت کې د موډلینګ د سیالیو تر عنوان لاندې په یوه محفل کې راڅرګند شول، چې انځورونه یې په ټولنیزو رسنیو تر خپرېدو وروسته له توندو نیوکو سره مخ شول او حکومت تورن شو، چې د جوماتونو او دیني ځایونو امنیت نشي ساتلای خو د «موډلینګ» د محفلونو امنیت یې خوندي کړی.

طالبانو هم د «ورځې خبره» تر نامه لاندې په یوه تبصره کې ویلي، چې دا ډول «فحاش» محفلونه د افغانانو دیني اقدار تر پښو لاندې کوي او د افغانانو د اصیل کلتور د لیلام په معنا دي « کوم لباس او موډ چې تېره ورځ کابل کې وښودل شو د افغاني هویت، کلچر او دیني ارزښت سره یې یوه سلنه ورته والی او همرنګي هم نه درلوده، بلکې کټ مټ د غربي فحاش کلچر یوه کاپي یې دلته افغان مسلمان ملت ته وښوده او خپل شوم هدف یې څرګند کړ.»

تبصره کې وړاندې راغلي، چې دې ډول محفلونو ته په اجازه ورکولو سره «کابل ادارې» پر افغاني کلتور وروستی ګوزار هم وکړ او دا کار پرته له دې چې د افغاني درانه کلتور د لیلام تصویر دې وړاندې کړي، بله «توجیه نه لري.»

طالبانو ددې تر څنګ ګواښ کړی، چې د افغاني کلتور او عنعناتو ساتنه کوي او د « موډلینګ د حامیانو او نندارچیانو ناولې هيلې به له خاورو سره خاورې کړي.»

یاده دې وي، چې څه موده وړاندې هم په کابل کې ورته سیالۍ ترسره شوې وي او په عام محضر کې د نجونو او ځوانانو په تن لباسونه نندارې ته وړاندې شوي و.

حکومت تر دې دمه د طالبانو د څرګندونو او د پر ټولنیزو رسنیو د ولس د توند غبرګون په وړاندې چوپ پاتې شوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

سل په سلو د طالبانو له دی نظر سره موافق یو. تاسی زمونږه د خلکو بیوزله ژوند ته وګوری، زمونږ د خلکو قربانی او جهاد، موډلنګ د افغانانو له دود او فرهنګ څخه خورا لری بی عفته کار دی. د خبرنګارانو پر او د عسکرو پر ځای دی موډلنګ کسان ووژل شی دا به بهتره وی کچیری اصلاح کیږی نه او توبه نکوی.

غ.حضرت

ددې پلیدی پروژې آمرین او عاملین ددې وړ دی چی ## ورکړه سی.

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx