افغانستان

د خوست د ولایتي شورا وکیل د سړک غاړې بمي چاودنه کې ټپي شوی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۸ مرغومی، ۱۳۹۹ل): سیمه ییز چارواکي وايي، په یوې بمي چاودنه کې د خوست د ولایتي شورا غړی سید اصغر اکاخیل ټپي شوی دی.

د خوست د ولایتي شورا رئیس کفیل ریحان رسنیو ته ویلي، چاودنه نن سهار شاوخوا لس بجې د خوست ولایت مرکز صحراباغ ته څېرمه رامنځ ته شوې ده.

نوموړی زیاتوي، په دغې چاودنه کې د ولایتي شورا وکیل سید اصغر اکاخیل ټپي شوی او یو ساتونکی یې وژل شوی دی.

په ورته مهال د خوست روغتیايي چارواکو بیا د اصغر اکاخیل روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ بللی؛ خو وايي چې ډاکټران هڅه کوي د هغه ژوند وژغوري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx