ورزش

راشد خان په شل اوريزو لوبو کې د تېرې لسيزې غوره لوبغاړی ونومول شو

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۸ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د افغانستان ملي لوبډلې تکړه توپ اچونکی راشد خان په تېره لسيزه کې د شل اوريزو تر ټولو غوره لوبغاړی ونومول شو.

د کرکټ نړيوالې شورا نن د دوشنبې په ورځ د ټيسټ، يو ورځنيو او شل اوريزو سياليو د تيرې لسيزې غوره لوبغاړي په ډاګه کړل چې راشد خان د شل اوريزو غوره لوبغاړی شو.

که څه هم راشد خان د شل اوريزو نړيوالې سيالۍ په ۲۰۱۵م کال کې پېل کړې، خو وتوانېد په تېرو پنځه کلونو کې يو شمېر نړيوال ريکارډونه په خپل نوم کړي.

د راشد خان سربېره د استراليا غوره توپ وهونکی سټيو سميت د تيرې لسيزې د ټيسټ سياليو غوره لوبغاړی نومول شوی دی.

دغه راز د‌ هند لوبډلې تکړه توپ وهونکی او لوبډلمشر ويرات کوهلي د يو ورځنيو لوبو غوره لوبغاړي جايزه په خپل نوم کړې ده.

نوموړي په عمومي ډول د تېرې لسيزې تر ټولو غوره لوبغاړي د (Sir Garfield Sobers) جايزه هم په خپل نوم کړې ده.

د هند لوبډلې پخواني لوبډلمشر ايم ايس دهوني د تيرې لسيزې د کرکټ سپيريټ (Spirit of cricket) جايزه ګټلې ده.

بايد وويل شي چې ۲۲ کلن راشد خان د ۲۰۱۵ کال اکتوبر په ۲۲مه نېټه د زمبابوې لوبډلې پر وړاندې نړيوالې شل اوريزې سيالۍ پېل کړې چې تر دې‌دمه يې په ۴۸ شل اوريزو لوبو  ۸۹ لوبغاړي سوځولي دي‌.

دغه راز يې ټولې ۲۴۱ شل اوريزې لوبې ترسره کړي چې په ۶.۹۱ اقتصادي توپ اچونې سره يې ټولې (۳۳۲) ويکټې اخيستې دي.

ددې سربېره نوموړي په تېرو پنځو کلونو کې د چټکو پنځوسو ويکټو ريکارډ هم په خپل نوم کړی دی.

د هند آی پي ايل، د استراليا بيګ باش ليګ، د ويسټ کرابين ليګ، د سويلي امزانسي سوپر ليګ، د انګلستان ويټاليټي بلاسټ ليګ او داسې نورو ليګونو کې خپله وړتيا ښودلې ده.

د يادونې وړ ده چې ګوګلي ماسټر د کرکټ نړيوالې شورا د تيرې لسيزې د شل اوريزو په غوره لوبډله کې هم شامل شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx