افغانستان

بغلان او کندهار کې لسګونه دولتي عسکر طالبانو ته تسلیم شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۸ مرغومی، ۱۳۹۹ل): طالبانو ته د تسلیمېدونکو دولتي عسکرو په سلسله کې تازه ۴۵ تنه دولتي عسکر په بغلان او کندهار کې طالبانو ته تسلیم شوي دي.

د طالبانو د رسمي ویب پاڼې الاماره د خبر له مخې ددغو تسلیم شوو دولتي عسکرو له ډلې څخه ۳۰ تنه یې د کندهار د مرکز، پنجوايي، نیش او ارغنداب ولسوالیو مربوط دي او پاتې ۱۵ تنه نور بیا د بغلان ولایت مرکز او نهرین ولسوالیو مربوط دي، چې د طالبانو د دعوت او ارشاد کمیسیون ځايي چارواکو لخوا ورته هرکلی ویل شوی دی.

په داسې حال کې چې له افغانستان څخه د امریکايي عسکرو بشپړ وتلو ته د ګوتو په شمېر میاشتې پاتې دي او په قطر کې د افغان جګړې د خاتمې لپاره پیل شوي بین الافغاني مذاکرات هم د پرمختګ په حال کې دي، طالبانو ته د دولتي عسکرو د تسلیمۍ سلسله چټکه شوې، چې نږدې هره ورځ لسګونه دولتي عسکر او پولیس طالبانو ته تسلیمیږي؛ خو دا په تیر۳ ورځو کې تر ټولو زیات شمېر مسلح دولتي عسکر دي چې طالبانو ته د تسلیمۍ خبر یې ورکړل شوی دی.

د روان کال فبروري میاشتې په ۲۹ د طالبانو او امریکا متحدو ایالتونو ترمنځ د سولې توافقنامې له لاسلیک او دولتي منسوبینو ته د طالبانو د مشر شیخ هبة الله اخندازده لخوا د عامې بښنې له اعلان وروسته په زیات شمېر کې دولتي عسکر او پولیس طالبانو ته تسلیمیږي، تیره میاشت هم شاوخوا ۱۵۰۰ دولتي عسکر او منسوبین طالبانو ته تسلیم شوي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x