افغانستان

کابل ښار کې د احصائیې ریاست پر کارمندانو بایسیکل بم چاودنه شوې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۸ مرغومی، ۱۳۹۹ل): نن مازدیګر د کابل ښار اوومې امنیتي حوزې سیمه کې د احصائیې ریاست د کارمندانو پر موټر بمي چاودنه کې لږ تر لږه د ۶ تنو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی.

د کابل امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز وايي، نن د دوشنبې په ورځ مازدیګر شاوخوا څلور بجې د اوومې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د کورنیو چارو وزارت د احصائیې ریاست د کارمندانو د سپرلۍ په کاسټر موټر د بایسیکل بم په وسیله چاودنه شوې.

نوموړی زیاتوي، په دغې چاودنه کې لږ تر لږه یو تن ملکي مامور وژل شوی او  ۱۳ نور ټپیان دي.

د فردوس په خبره پېښه تر جدي څېړنې لاندې ده.

دا په نن ورځ کې دوهمه چاودنه ده چې په کابل ښار کې رامنځ ته کیږي.

لومړنۍ چاودنه نن سهار ۷ نیمې بجې د کابل ښار څلورمې امنیتي حوزې اړوند کلوله پشته سیمه کې د قاري سمیع بلاکونو ته څېرمه د عسکرو په رینجر موتر د مقناطیسي ماین له کبله ترسره شوه.

که څه هم د کابل امنیه قومندانۍ ویاند په دغې چاودنه کې د ځاني زیان خبره ردوي؛ خو عیني شاهدان بیا وايي، چې په دغې پېښه کې دوه تنه ټپیان شوي وو.

د امنیتي میثاق په نوم په عامو خلکو د وسلو ویشلو نه وروسته په کابل ښار کې هدفي او مرموزې وژنې او مسلحې غلاوې زیاتې شوي، چې له امله یې کابل ښاریان سخت ترهیدلي دي.

باید وویل شي چې ولسي جرګه په کابل ښار کې د مرموزو وژنو او مسلحو غلاوو عامل د زرغون بهیر په نوم ګوند بولي، چې د وکیلانو په خبره یاد ګوند پردیو استخباراتو لخوا تمویلیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x