افغانستان

فراه: د حوزې امر یو تن د مېرمنې طلاقولو ته اړ ایستلی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۸ مرغومی، ۱۳۹۹ل): په ولسي جرګه کې د فراه استازی وایي، په یاد ولایت کې د یوې حوزې امر یو تن اړ ایستلی، چې خپله ښځه طلاقه کړي.

د ولسي جرګې وکیل «عبدالستار حسیني» وایي، د فراه ښار د څلورمې امنیتي حوزې آمر یو تن د خپلې مېرمنې طلاقولو ته اړ ایستلی او د هغه اولادونه یې ترې ګرځولي.

نوموړي که څه هم د حوزې د امر نوم نه دی اخیستی؛ خو په خبره یې،  دا موضوع یې د کورنیو چارو له وزیر او د استخباراتو له مشر سره شریکه کړه؛ خو میاشت وشوه؛ مګر په اړه یې لا هم  اقدامات نه دي شوي.

حسیني وایي، چې یاد تن ورته په ژړا او فریاد راغلی او ورته ویلې يې دي، چې که مېرمن یې ترې ګرځولې اولادونه خو دې ورته وسپاري.

حکومتي چارواکو که څه هم ددې موضوع په تړاو څه نه دي ویلي؛ خو تر دې وړاندې هم په بیا، بیا چارواکي تورن شوي چې له واک څخه ناوړه استفاده کوي او جنسي رشوتونه اخلي.

څو ورځې وړاندې هم د کورنیو چارو وزارت یو تن کارمند په زور د کومې ښځې کور ته ننوتلی و او له دې امله چې یادې ښځې یې ناوړه غوښتنه نه وه منلې؛ د هغې وېښتان يې قیچي کړي و، چې د ویډيو خپرېدو يې توند غبرګونونه راپارول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سیدزرغون شاه آغا

دا خو دیموکراسی ده، د حکومت سره کرښه ده.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x