نظــر

د طالبانو له افکارو سره څوک او ولې دښمني لري؟

سراج احمد ( افغان )

د طالبانو ۲۵ کاله مخکینی فکر د یو اسلامي نظام د قیام لپاره د طالبانو د مبارزې له منهج څخه عبارت دی.

د طالبانو منهج:
سره له دې چې د طالبانو د اسلامي خوځښت منهج په لیکلي ډول په یوه سند کې راټول نه دی، خو د طالبانو له ويناوو او کړنو څخه د دې منهج اساسي کرښې په آسانه لاسته راځي، چې یو شمیر یې په لاندې ډول دي:

1.اسلام د خيرالقرون په تفسير
2. د مسلمانانو فکري يووالی
3.دعوت
4.د ديني تعليم وده
5.نبوي شرعي سياست
6.جهاد في سبيل الله
7.حقيقي اسلامي نظام
8.امر بالمعروف او نهی عن المنکر
9.اسلامي اقتصاد
10.په خپل ځان هر اړخيزه اتکا او ځواک جوړونه

د طالبانو په خوځښت نيوکه کوونکي:
۱_ هغه نيوکه کوونکي چې د طالبانو له فکر سره مخالفت لري.
۲_ هغه نيوکه کوونکي چې د طالبانو د فکر یا منهج د پلي کولو له طرز سره مخالفت لري.

د طالبانو له فکر سره مخالفین هغه کسان دي چې په اسلام یې باور کمزوری دی، اسلامي ارزښتونو ته په کمه سترګه ګوري، د اسلام لارښوونو ته اعتنا نلري، خو د ځینې سیاسي او ټولنیزو مجبوریتونو له امله یو مخ له اسلام څخه د وتلو د اعلان او له اسلام سره د څرګندې دښمنۍ جرأت هم نشي کولای، دوی د پردیو د افکارو تر اغیز لاندې راغلي، ماغزه ېې مينځل شوي او داسې ورته پیچکاري شوې ده چې د ژوند ټوله نیکمرغي د پردي فکر او پردي فرهنګ په ړانده تقلید کې ده. د افغانستان په نیږدې تاریخ کې موږ داسې ډیر اشخاص او ډلې لرو چې د طالبانو له فکر سره د اوسنيو مخالفينو په څير افکار يې درلودل، د دوی ختيځ او لويديځ ته له چوپړ څخه پرته خپل اولس ته کوم خیر نه دی رسیدلی او د افغانستان د اوسنۍ بدبختۍ اصلي عوامل همدوی دي.

د طالبانو د فکر د طرز مخالفین بیا هغه څوک دي چې د ځینې معاصرو هغه مفکرینو څخه اغیزمن دي چې د اسلام د لوړوالي د بيا ژوندي کولو په هدف له اصلي لارو څخه عدول او په ماډرنو لارو د تګ قائل دي او په اسلام کې د تحریف تر کچې پورې رسیدلي دي.

سره له دې چې طالبانو د خپل فکر د عملي کولو په طرز کې ځينې نیمګړتیاوې درلودلې، خو دا نیمګړتیاوې د طالبانو د فکر یا منهج برخه نه وې، بلکه د دوی د خوځښت د ځوانوالي او د حکومت کولو مرحلې ته د ژر رسیدو او له مخکې څخه د زيات چمتو والي او تجربې د نشتون ستونزې وې.

له طالبانو څخه د فکر د بدلون تمه ولې کيږي؟!
د روانې میلادي لسیزې په پیل کې سیاسي هلو ځلو ته د طالبانو ورګډیدل ځینې اشخاصو او جهتونو په دې مانا واخيسته چې ګواکي طالبان د امریکایي اشغال د فکري او پوځي جنګ طوفاني څپو دې ته اړ کړل چې د سیاست په ډګر کې پښه کیږدي، خو د دوی دا برداشت په واقعیتونو باندې استوار نه ؤ، ځکه په حقیقت کې طالبانو د اشغال پر خلاف د خپلو لیکو له پوره منظم کیدو او په پوځي برخه کې د امریکایي اشغالګرو او د دوی د ملګرو د ملا له ماتولو څخه وروسته په معقولانه او منطقي ډول د خپلې مبارزې د ثمرې د اخيستلو لپاره د سیاست په ډګر کې قدم کیښود، پر مخ لاړل، په نيږدې تاريخ کې يې نوی ریکارډ قائم کړ او زبر ځواکه امریکا یې دې ته اړ کړه چې له يوولس پړاوونو پیچلو مذاکراتو څخه وروسته د ټولې نړۍ پر وړاندې د خپلو ځواکونو د وتلو تړون ورسره لاسلیک کړي او په اصولو کې د اسلامي حکومت منلو او په راتلونکي کې نه مداخلې ته غاړه کیږي.

اوس چې څوک دا وایي چې طالبان له خپل ۲۵ کاله مخکیني فکر څخه نه دي اوښتي، دوی يا ساده ګان دي، هیڅ سیاسي درایت نلري او یا عارفانه تجاهل کوي.

په واقعیتونو ولاړ برداشت دا دی چې طالبانو په خپل ۲۵ کاله مخکیني فکر باندې ( چې د دوی د خوځښت منهج دی ) لا زیات ثبات اختیار کړی دی، البته د مبارزې لوړو ژورو یی تجربه زیاته کړې ده او دا ځل به ان شاء الله د خپل فکر د پلي کولو په طرز کې مخکینۍ ځینې نیمګړتیاوې اصلاح کوي او د یوه غوره میکانیزم له لارې به عمل کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غ.حضرت

کوم بل ( دریم ) دلیل هم شته دئ چی په پورته لیکنه کی ور ته اِشاره نه ده سوې.

عبدالواحد

لَا يَنْهَاكُمُ اللَّهُ عَنِ الَّذِينَ لَمْ يُقَاتِلُوكُمْ فِي الدِّينِ وَلَمْ يُخْرِجُوكُمْ مِنْ دِيَارِكُمْ أَنْ تَبَرُّوهُمْ وَتُقْسِطُوا إِلَيْهِمْ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُقْسِطِينَ  (8) نه منع کوی الله تاسوله هغوخلکونه چه جنګ نکوی ستاسوسره ددین په باره کی اودوی نه یۍ یستلی دکورونوستاسونه له دینه چه تاسواحسان وکړۍ له دوی سره اوانصاف وکړۍ له دوی سره بیشکه الله خوښوی انصاف کوونکی. إِنَّمَا يَنْهَاكُمُ اللَّهُ عَنِ الَّذِينَ قَاتَلُوكُمْ فِي الدِّينِ وَأَخْرَجُوكُمْ مِنْ دِيَارِكُمْ وَظَاهَرُوا عَلَى إِخْرَاجِكُمْ أَنْ تَوَلَّوْهُمْ وَمَنْ يَتَوَلَّهُمْ فَأُولَئِكَ هُم بیشکه منعکوی الله تاسودهغوخلکونه چه جنګ کوی ستاسوسره ددین په حقله اودوی یستلی یۍ تاسودکورونو ستاسونه اوامداد یی وکړۍ په یستلو ستاسوکی… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x