افغانستان

طالبان: په محرومو سیمو کې د تعلیمې کچې د لوړوالي هڅه کوو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۸ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د طالبانو د تعلیم، تربیې او لوړو زده کړو مسئولین وایي، د ملګرو ملتونو اړوند «یونیسف» ادارې سره د شوي تفاهم له لارې د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې څلور زره درسي ټولګي جوړېږي، چې د ښوونکو، قرطاسیې او اړوند نور مصارف به یې د ملګرو ملتونو په غاړه وي.

طالبان وایي، دوی تر خپل واک لاندې «محرومو» سیمو کې د ښوونځیو جوړېدلو په برخه کې له بېلابېلو مؤسساتو سره اوږدې خبرې کړي او وروسته به یې هم هڅه دا وي چې د زده کړو کچه لوړه کړي.

د طالبانو د تعلیم، تربيې او لوړو زده کړو کمېسیون د بهرنیو ارتباطاتو مسئول «عبدالحکیم همت اخندزاده» وایي، له یونیسف سره تر پرلپسې ناستو وروسته دوی توانېدلي چې په هلمند ولایت کې له هغوی سره یو تړون لاسلیک کړي او په دې توګه د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې د څلور زره تدریسي ټولګیو جوړېدو ته زمینه برابره کړي.

د اخندزاده په خبره، دغه تدریسي ټولګي له طالبانو سره په تفاهم جوړېږي، چې د ښوونکو معاشات او د قرطاسیې مصارف یې د ملګرو ملتونو له لوري ورکول کېږي او په یادو ټولګیو کې به زده کوونکو ته چټکې او نورمال زده کړې ورکول کېږي.

نوموړي وړاندې زیاته کړې، چې هڅه کوي تر خپل واک لاندې سیمو کې د زده کړو کچه لوړه کړي او په یادو سیمو کې شته ښوونکي د زده کوونکو روزلو او تربیه کولو ته وهڅوي.

اخندزاده ددې تر څنګ د خیالي ښوونکو او مکاتبو مخنیوی د طالبانو د تعلیم، تربيې او لوړو زده کړو کمېسیون له لاسته راوړنو څخه بولي او حکومت تورنوي چې په لوی لاس هڅه کوي خیالي ښوونکي او ښوونځي زیات او ولس له تعلیمي ډګره لیري پاتې شي.

نوموړی وايي، چې د هیواد په ټولو ولایتونو کې يې ښوونکو ته سیمنارونه جوړ کړي او هڅه یې کړې د متعهدو ښوونکو او مهذبو زده کوونکو روزلو ته لار پرانیزي.

https://youtu.be/CNGe0s8_1Hw

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ګوم نام

## سیمی او خلک داسی غوولی چی په لسیزو لسیزو یی والله که جوړ کړی دوی بدون د وژنی قتل ترور او د ملا نه بغیر الله هم والله که په سمه طریقه ورته ښودلی وی دوی به څه ورته ښایی خو وژنی د ځان ستاینه د بل قتلونه او د پاکستان ساتنه نو ته وا دوی به ورته کیمیاوی فرمولونه جوړول ورته یاد کړی؟؟

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx