افغانستان

د کندهار په سرتيرو بریدونو کې تر پنځه شپېته ډېر دولتي مسوولین وژل شوي دي

نن غرمه څه باندې یوولس بجې د کندهار ولایت پر مقام او امنیه قومنداني هم مهاله ګڼو سرتيرو بریدګرو بریدونه پیل کړل، چې دوه نیم ساعته يې دوام وکړ.

د کندهار دولتي مسوولین وايي چې دوی په څو ساعته کې ټول بریدګر له منځه یووړل او په خبره يې په دې څو ساعتیز برید کې پنځه پولیس او څلور ولسي وګړي وژل شوي دي، د کندهار امنیه قومندان جنرال رازق وايي چې په برید کې پر وژل شويو سربېره اووه تنه پولیس او نهه تنه عام وګړي ټپیان دي.

د طالبانو ویاند قاري محمد یوسف احمدي وايي چې د دوی ملګرو په ولایت مقام او امنیه قومندانۍ کې د ننه جګړه پیل کړې ده،چې د دوی له طرفه هیڅ ملکي وګړي ته زیان نه دی اوښتی.

رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې قاري یوسف احمدي وايي چې د دوی اوو تنو ملګرو لومړی د ولایت مقام په دوو دروازو کې ولاړ ساتونکي پولیس ووژل او د ولایت مقام انګړ ته له ننوتو سره ګڼامنیتي ځواکونه د ولایت مقام په لور راغلل چې په همدې وخت کې په دروازه کې ولاړ له چاودېدونکو توکو ډک ټونس ډوله موټر ته ریموټي چاودنه ورکړل شوه او په خبره يې په ټول دوه ساعتیز برید کې تر دېرشو ډېردولتي لوړپوړي چارواکي او عسکر ووژل شول او ګڼ نور ټپیان شول.

قاري محمدیوسف احمدي وايي چې د ولایت پر مقام اووه تنه سرتېري بریدګر د کندهار او زابل اوسېدونکي وو، خبرپاڼه کاږي: «داستشهادي کنډک ۷تنه قهرمان فدایان محمد الله ، احسان الله اوخالد   دکندهار ، او رحیم الله ، حبیب الله ، انعام الله اوکریم الله دزابل ولایت اوسیدونکي…»

هم مهاله د کندهار ښار د امنیه قومنداني په یوولس کسیز سرتیري برید کې پنځه دېرش تنه افسران او عسکر وژل شوي دي. د یادولو وړ دی چې د کندهار په امنیه قومنداني برید له دونیم ساعته جګړې وروسته پای ته ورسید.

یاده دې وي چې دغه بریدونه په داسې وخت کې شوي دی چې د ولایت په مقام کې د بهرنیانو په ګډون یوه مهمه غونډه روانه وه.

طالبانو په خپله ویبپاڼه کې په غږيز راپور کې رسنۍ پر دې ملامتې کړې دي، چې یو طرفه خبرونه خپروي. دوی په غږیز راپور کې ټینګار کوي چې د امنیه قومنداني او ولایت مقام په انګړونو کې هیڅ ملکي وګړينشته.

بل پلو نن د ملګرو ملتو استازي دفتر یوناما د سږني کال دشپږو میاشتو په راپور کې نږدې درې برخې ملکي تلفات طالبانو ته متوجه کړي دي، چې هغوی دغه راپور د تېرو نورو په څېر بشپړ رد کړی دی او دا يې له انصافه لري راپور بللی دی. د طالبانو په قول د خلکو د ژوند او ابرو ساتل د دوی د روان «جهاد» اصلي هدف دی.

بل پلو همدا نن د غور ولایت په چهار سده ولسوالي کې د سهار له شپږو د ماسپښین تر دوو بجو جګړه روانه وه، چې د دولتي مسوولینو له قوله اوس بشپړه ولسوالي د طالبانو په واک کې ده.

د چارو دشنونکو له قوله که چېرته رښتیا هم د یوناما راپور پر حقیقت ولاړ وای او په ولس کې ډېر تلفات طالبانو راپیداکړي وای، نو له طالبانو سره به دومره پراخ ولسي ملاتړ نه و، د دوی په خبره د طالبانو پراخ بریدونه او وړاندې تګ دا په ډاګه کوي چې دوی په ولس کې همکاران لري او همدا ولس يې تر دولتي ودانیو رسوي او د برید زمینه ورته برابروي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x