نظــر

راځئ چې امریکایي توب هم وباسو!

اسدالله رزين

انسان د یویشتمې پېړۍ په ستړو کې ستړې، چولاونو کې تږی، په سوکړه یا وچکالي کې وږی، کړاوونو کې کړیدلی، وینو کې لمبیدلی، ویرونو کې ویرېدلی، محرومیتونو کې شړل سوی او ارزښتونو کې بې ارزښته سوی دی، خو پخپله پیړۍ د خیر او شر رسولو وس نه لري او یوازې د ژوندانه د عمر یوه کچه ده. پیړۍ پخپله لمن کې انسان او نورو ژویو ته د اوسېدو د فرصت نوم دی او له فرصته د ګټې اوچته ولو واک د انسان په واک کې دی.

دا انسان ده چې د پیړۍ عمر یا یې لویه او وړه برخه په بندیخانه او زولنه بدلوي او که په ګلخانه او یا باغچه.

پیړۍ د چا لاس، پښه، خوله، عقل او نور انساني صلاحیتونه نه ورتړي، نه یې د ژوند نظام ور ټاکي، پریکړې هم نسي کولای، پیړۍ لکه ځمکه چې د هرچا  او هرڅه د اوسیدو تاټوبی دی، پیړۍ هم دغسې ده.

د ژوند نظام هم یو ډول نه وي، په عمومي ډول لنډ مهالی، اوږدمهالی او تل مهالی وي. مهال ویش یې په لاس واکي پورې اړه نه لري. زور او ځواک هم د ټیکاو ذمه نه سوای وهلی، پریکړې د نظام څرنګوالی کوي او د شته نړۍ پیښې او د ژوند نظامونه هم په یاده تګلاره مزل کوي، خو ثابته سوې داده چې لنډ مهالي او اوږد مهالي نظامونه د بدلیدو ، ماتیدو او له منځه تلو حتمي وړتیا لري. ځکه چې نه ځان او نه هم نور انسانیت ته د ځواب ورکولو منطق او جرئت لري. لکه د لري تاریخ نمرودیان ، فرعونیان، تاتاریان، بربریان ، رومیان او فارسیان. او د نیژدې تاریخ او روان ژوند کمونیزم، سوسیالیزم، دموکراسۍ او جمهوریت چې اوس نه منل کیږي او په چړو سره وهي او که څوک داسې انګیري چې ځنې خو یې لا اوس هم واک چلوي. هغوی دوکه سوي دي، له دې کبله چې نظام واک نه چلوي. زور او ځواک واک چلوي او د هغه عمر هم لکه چې تاریخ وایي او موږ یې وینو تر لنډمهالي هم لنډ مهالی دی.

موږ او تاسي په یو څه باندې څلورو لسیزو کې ولیدل چې ډیرې وړې ډلې په لویو او ځواکمنو ډلو بریالۍ او غالبې سوې دي چې دا غلبه د کمیت او امکاناتو غلبه نه وه، د چف او کف پایله هم نه وه بلکې د کیفیت یعنې تل مهالي نظام د حقیقت او را برسیره کیدو ثبوت او د هغه نظام د فتحې او بري پایله ده چې په یوه هوښیاره، معقوله، زړوره، فطرت غواړي او آسماني نظریه ولاړه ده.

اسلام مسلمان ته مغلوب او مات شخصیت نه ور خوښوي، له دې کبله چې د اسلام لوري ته د ماتیدو او مغلوبیدو لاره بیخي ورغلې نه ده او دا چې کله کله پیښیږي هغه د مسلمان ماتې او مغلوبیدا ده.

تاسې دا اوس، اوس د امریکایانو وتلو ته دا بې مخینه تلواره او خپلو دوه پاسپورته تالي څټو ته له توهینه او تهدیده تر څوکو لید لوری وګورئ چې هره شېبه یې لیکې ور ګډوي، په هیڅ یې نه خبروي، د ژوند او مرګ پریکړې یې ور کوي، د انسان په سترګه نه ورته ګوري او په قهري اطاعت کې یې لکه د تیرمهال فردي غلامان ساتلي دي.

به رښتیا هم د تاریخ، تیرې او شته پیړۍ نابلده او عجیبه پیښه ده، چې د افغان مجاهد ولس د زور او ځواک فتحه نه بلکې د کفن اغوستي ولس د ثابتې، رښتینې او د انسان لپاره د الهي نظام سپیڅلې، غالبې او منل سوې نظریې په مټه د ولاړ نظام فتحه ده چې ولس، امت او انسانیت پرې ویاړلی دی.

دا ډیر لوی او له ستونزو ډک مزل و چې زموږ لوی ولس د پیاوړي مشرتابه په مشرۍ کې په ډیره میړانه او ورته زغم کې له بریاوو ډک سر ته ورساوه او د روانې مبارزې بل پړاو ته چې! راځئ امریکایي توب هم وباسو بریالۍ سریزه ثابتږي.

ښکیلاک د پراختیا غوښتني او غصب یو کرغیړن، ظالم، له انسانیته سره په ټکر کې او د حیواني مزاج انساني تصور ده چې انسان او انسانیت ته ګوته  ښوروي، د آزادي سپکاوی کوي، لویدلي او تش لاسي هیوادونه، ولسونه، ارادې او عقیدې یې په نښه کوي، هرڅه یې خوري، بنسټونه یې ور کمزوري کوي، د ژوند حق ترې اخلي، پخپلو پښو دریدو ته یې نه پریږدي، ښوونیز نظام یې ور نمایشي کوي، غیرتونه یې په وحشتو ور بدلوي، له حرص او حسده مغلوب د یوازیتوب ژوند ته یې وده ور کوي، فحاشي او بې حیایي د فرهنګ، هنر او ادب په بڼه کې ځلوي، حد جاري کیدل د بشر د حقوقو د ورکړې او ساتلو ضمانت، د بشر د حقوقو تر پښو لاندي کول اعلانوي، ارزښتونه بدلوي او مادي کوي یې، د هدایت سرچینه الهي احکام نه نفس اماره را پیژني، شراب، کباب او ښخه د شیطان کاري او زړه غواړي سلاح د هغه په نیابت کې استعمالوي، تلویزیون د فساد  دودولو، بربنډولو او بغاوت دنده مخ ته بیایي، رادیو د عاشقۍ ورځ، د خره روځ د ښځې او د ښځې د امریت فتنې ویشي، فامیلي نظام دار ته خیژوي، حیوان په پروتو واښه نه خوري ور ته ولاړیږي.

دوی په کیڼ لاس او ولاړو د خوړلو او څښلو حیواني او شیطاني مزاج دودوي، غربي او نور پردي مشاهیر تشهیروي او له خپلو مشاهیرو او تاریخ سره مو پردي کوي، مسیحیت چې نسته تر نامه لاندي یې سیکولریزم زموږ د پیغلو، زلمو او لویانو په ښکار لګیا دي، ښځه د تربیت ځانګو او نارینه ته د باندې وتلو او حلال رزق پیدا کولو د اطمينان یوازنی ځواک په کور کې نه پریږدي. هڅوي او توشوي یې چې لوبغالو، سینما او تیاتر ته ولاړه سي او د بدو کتو له ښکار او آزار سره مخ سي، د کاروبار او دفتر زینت او د نارینه ؤ د هوا او هوس تر اقناع جاریږي. عسکري، پولیسي، قضایي، وزارت خونو کې د مرستیالې او نورو د ښځو لپاره په شاقه دندو یې تر نارینه په لوړ معاش استخداموي، د انسان له مغزه د موت او والبعث بعدالموت باور او حقیقت اغوا کوي، یوازې دغه لنډ عمره او نیمګرې نړۍ ورته د انساني ژوند پای او پایله ښيي، د پلټنې او حقیقت موندنې احساس ته زولنې ور اچوي چې مړ یې کړي، د ګاډۍ آس ترې جوړوي، یوازې او یوازې به یورو او ډالر ته ورګوري او پسې زغلي به او یا لکه د سپي هډوکی. سپی چې په لوټه او یا ډبره وولې ښه خوږ هم سي، و هم کړنچیږي، خو بیا یو واري په غلا، غلا ور ګرځي او بوی پری کاږي چې چیرته هډوکی نه وي. د سپي تراوسه هم په هډوکي ټیغ نه ده ختلی، ځکه چې په هډوکي کې د ټیغ ختو څه شته نه. دغه د سپي غریب اندیښنه ده. د ښکیلاک په یورو او ډالرو پسې د منډو تصور هم د سپي د منډو، کړنچورو او بیرته ور ګرځېدو او اندیښنو په څېر دی چې نه مړیده او نه هم ټیغ خاته لري او د دوی هم ټیغ نه ده پرې ختلی. په پورته لیکو کې بیلګه يیزه یادونه یا پخپله امریکایي توب او یا د امریکایي توب دودولو هلې ځلې دي. چې د انسانیت له سپکې ورکې، تحقیر او توهینه پرته نور هیڅ هم نه لري او که په لنډ دول سره ووایو، نو د بادار او غلام شل کلنې لاس ته را وړنې چې د دوی یې په دیرو یادولو ژبې تڼاکې سوې همدغه ککړ امریکایي توب دی.

ښکیلاک د یادو شیطاني او حیواني موخو د پاته کیدو او دودېدو لپاره کله چې وزي او یا په وتو اړایستل سي، څو ټوک خواره، هلته سپي او په هوټلو کې لوښي مینځونکي، هورې په څلور لارو کې د ګوتې تړپ ته سترګې په لاره، په پردي آخور څرب سوي پردي پال لکه په ارګ کې تړلي او کلابند غني او عبدالله دغو ګدۍ ناستې پریږدي.
د یادو ټوک خورو اصلي ماموریت هم حکومت نه بلکې ښکیلاکي موخې ویشل او تعمیمول دي، دوی قطعا د اصلاح وړ نه دي. ځکه کوم ماشین چې لیږ خراب او ډیر جوړ وي په اصلاح ارزي. او په ارګ کې د پراته ماشین یوه پرزه هم نه ده جوړه، نو ځکه یې د اصلاح فکر کول د وخت وژل او د ځان او پیاوړي ولس غولول دي. هغوی بلکل د هرزه وښو حیثیت لري. دوی تر کورونا او بلې هرې وبا مضر دي، د کورونا واکسین هم د اصلاح لپاره نه بلکې د ورکې لپاره یې جوړیږي.

دوی ته په فساد ککړ ویل هم سمه خبره نه ده، ځکه دوی پخپله ګرزنده فساد دي. د غلام بچه یعنې امرالله د زوی د واده په شپه د کابل د ښار یوه برخه ګزڼ وهلې او فلج وه او عزیزانو یې ناروغان په شا ډاکتر او روغتون ته لیږدول.
دوی د کابل د ښار په څلور لارو کې د ناپیژاندو مجرمینو په نامه  اڼځورونه ځړولي وو، خو په ډیر تاسف سره د پیژندل سویو ارګ میشتو جنایتکارانو او چار عیب شرعي مجرمینو انځورونه پکې نه ښکاریدل. هیله ده چې ور پام به یې سي.
زما په اند، خو د هر افغان او هر انسان مسئولیت جوړیږي چې د امریکایي توب دودولو د چټل ګروپ له شره زر تر زره د ځمکې مخ ومینځي. ترڅو نور انسانان او ژوي ترې متضرر نه سي. له دوی سره جوړ جاړی. څه راکړه، څه ورکړه له فساد سره معامله ده. بادار یې هم اوس باور نه پرې کوي او په غلامۍ یې شرمیږي.

پردي پالو فقط د امریکایي توب د دودیدو لپاره په ټول هیواد، اطراف، کلي او کوڅو کې د (ګیوتین) او یا افغان وژنې الې درولې دي. د مرګ ټیکه دارانو له ګران هیواده مرګ بازار جوړ کړی: نه ژورنالست د کار په سیمه کې ، نه امام ، نه خطیب او نه لمونځ کونکي په مسجد کې، نه محصل په ټولګې کې، نه طالب په مدرسه کې، نه بزګر په پټي کې، نه نر، نه ښځه، نه ؤړ او نه زوړ په کور کې او نه هم ملا نوح بابا په خاورو کې په امن دي.ټول هیواد وال د دغو شرمیدلو له لاسه د ویر په تغر ناست دي او دا ټولې وینې او اوښکې یوازي او یوازي د امریکایي توب د دودیدو لپاره بهیږي. په داسې حال کې چې امریکایي توب اوس پخپله په امریکا کې تر سختو پوښتنو لاندې دی.

امریکایي توب نظریه نه ده، دا چل او دهوکه ده. امریکایي توب د انسانیت د ورکې دسیسه، د شیطان حربه او تازینه ده. امریکایي توب د کفر پیلامه ده، امریکایي توب د ایمان د تباهۍ پڅه چاړه ده او امریکایي توب د حیوان توب مظاهره ده. نو راځئ لکه څرنګه مو چې د خپل بې داغه مشرتابه تر مشرۍ، افغاني غیرت او ایماني غرور په نشه کې امریکایان په وتو اړ ایستل. امریکایي توب یې هم پسې و باسو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Abdul-Rauf Alam

بالکل او سلو په سلو کښې، درسره هم نظر یم.الله تعالی دی په قلم او عمر کښې ، برکت واچوي.والسلام

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x