ټولنیزه برخه

د اسلامي نړۍ تر ټولو لوی مقرر څوک دی؟

ژباړن: عبدالصمد شاکر

شيخ عبدالحميد کشک په اويايمه او اتيايمه لسيزه کې د اسلامي نړۍ تر ټولو ستر ويناوال پاتې شوی. هغه په ​​نړۍ کې یوازینی ړوند عالم دی، چې ۱۰۸ کتابونه یې لیکلي او ټول یې منل شوي هم دي، چې له دغه کتابونو یې یو کتاب په ۱۰ ټوکو کې دی، چې نوم يې “في رحاب التفسیر” دی.

شیخ کشک په کال ۱۹۳۳ ميلادي د مارچ په لسمه د مصر په شبراخیت نومې سیمه کې وزیږید او په کال ۱۹۹۶ ميلادي د جمعې په ورځ د سجدې په حالت کې ومړ، هغه په عربي نړۍ کې د فارس المنابر “د منبر شهسوار ” په لقب یاد دیده، هغه د څلوېښتو کلونو په جریان کې ۲۰۰۰ تاریخي خطبې وړاندې کړې؛ خو په یوه خطبه کې یې هم یوه عربي غلطي ونه کړه، چې د یادو ټولو خطبو ریکارډونه یې اوس هم شتون لري.
فطرت شیخ کشک په مختلفو ظرفیتونو نازولی و، چې له همدې امله هغه ته په مصر کې د “لاهوت نړۍ” هم ویل کیږي.

هغه په لس کلنۍ کې قرآن کریم حفظ کړ، بیا د اسکندریه په “المعهد الدیني” کې داخل شو او له هغې وروسته یې خپلې نورې زده کړې د ازهر په نړيوال پوهنتون کې بشپړې کړې او هغه به په ​​هر امتحان کې لومړی مقام ګټه.

د هغه په اړه دا خبره زیاته مشهوره ده، چې کله به د اظهر پوهنتون ځینې استادانو ته د درسونو په جریان کې کومه ستونزه پیدا شوه؛ نو هغوی به د هرې ستونزې د حلولو لپاره شیخ کشک ته ورتلل او هغه به ورته يوازې په څو لمحو کې د هغوی ټولې تدريسي ستونزې ور حللولې.

د حیرانتیا خبره دا ده، چې شیخ کشک د منبر سمبالول هغه وخت په غاړه واخیستل، چې عمر یې یوازې دولس کاله و.

یوځل هغه د خپل کلي جامع جومات ته د جمعې د لمانځه لپاره لاړ؛ خو اتفاقا په دغه ورځ د دغه جومات خطیب نه راغلی؛ نو شیخ کشک منبر ته پورته شو او د خپل ژوند لومړۍ خطبه یې داسې وړاندې کړه، چې ناست خلک یې په حیرانتیا سره حیران کړل او دا خطبه د نوموړي لپاره تاریخي خطبه بلل کیږي، له دې نه وروسته په هغه باندې امتحانونه راتل پیل شول، چې په دیارلس کلنۍ کې هغه د یوې سترګې لید له لاسه ورکړ او په دا بل کال یې د بلې سترګې لید هم له لاسه ورکړ، چې په دې توګه شیخ کشک د ابن عباس دا خبره تکرار کړه: ” که څه هم خدای تعالی زما له سترګو څخه لید واخیستل؛ خو زما په زړه کې د هغه د بصیرت نور لا شته.”

شیخ کشک د الازهر پوهنتون څخه د فراغت وروسته د ​​قاهرې په څو لویو جوماتونو کې خطیب پاتې شو، د هفه په څیر زړور ځلمي بیا ډیرو میندو نه دي زیږولي، هغه که په رښتیا ویلو کې د وخت مثال و؛ نو په زهد کې یې بیا هیڅ ستری نه درلود.

د ممبر له سره یې د مصر په ولسمشر جمال عبد الناصر باندې هر وخت د حق غږ کاوو، چې د دغه غږ په بدل کې یې څو ځله په داسي بند محکوم کړ، چې هلته یې د نه منلو وړ شکنجې ومنلې، آن تر دې، چې په وږیو سپيو یې وداړه؛ خو شیخ کشک د حق له ویلو څخه ډډه ونه کړه.

هغه د ۱۹۶۵ ميلادي څخه تر ۱۹۸۲ ميلادي پورې خپل ډیر وخت په بند کې تیر کړ. په کال ۱۹۷۸ ميلادي کې د کیمپ ډیویډ د معاهدې په کولو باندې د وخت ولسمشر “انور سادات” خلکو او اسلامي امت ته غدار وباله.

شیخ کشک په قاهره کې د عین الحیات جومات، چې په قاهره کې یو له خورا مهمو جوماتونو څخه شمیرل کیږي د هغه امام او خطیب و او نوموړی د خپل ژوند په اوږدو کې تر ډیره په همدغه مقام باندې پاتې شو؛ خو د حسني مبارک د واکمنۍ پرمهال په هغه باندې پابندي ولږول شوه او په کور کې نظربند کړای شو، چې د دغه دورې په جریان کې هغه یوازې یو وعظ وړاندې کړ، کوم چې ټول مصر ته ټکان ورکړ او دا په کال ۱۹۸۶ ميلادي کې د اخوان المسلمین د مشر “عمر التلمساني” په جنازه کې د هغه تاریخي خطبه وه.

د شيخ کشک د مړينې پېښه خورا عجيبه ده. دوی به اکثره دا دعا کوله، چې ای مولا! ما د سجدې په حالت کې ځان ته اوغوړه! د هغه دا دعا قبوله شوه او د جمعې په ورځ د دسمبر په ۶ نيټه په کال ۱۹۹۶ ميلادي له دې فاني نړۍ سره مخه ښه وکړه.

شیخ کشک چې کله د جمعې د لمانځه نه مخکې له خوب نه را ویښ شو؛ نو خپلې میرمنې ته یې وویل، چې په خوب کې مې د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم د لیدو سعادت درلود او له هغه سره سیدنا عمر فاروق هم ناست و، رسول الله صلی الله علیه وسلم ماته وفرمایل، چې عمر ته سلام وکړه، ما چې کله هغه ته سلام وکړ؛ نو زما روح قبض شو او د رسول الله ص په مخ کې مړ شوم، بیا هغه ما ته پخپلو مبارکو لاسونو باندې غسل را کړ.

د دې خوب له بیانولو نه وروسته یې د جمعې د لمانځه ادا کولو لپاره چمتووالی پیل کړ، جومات ته تر تلو
مخکې هغه د دوو رکعتونو ادا کولو ته ولاړ شو، لومړی رکعت یې بشپړ کړ، کله یې، چې د دوهم رکعت یوه سجده وکړه؛ نو د دوهمې سجدې څخه یې سر را پورته نه کړ. کورنۍ یې ورغله او ویې ولیدل، چې روح یې له لاسه ور کړی دی، له همدې امله په مصر کې اوس داسې ویل کیږي چې “عآش فارسا و مات ساجدا” یعنې ” هغه د شهسوار په څیر ژوند وکړ او د ساجد په څیر ومړ”

د شیخ کشک خطبې نن ورځ هم د هغه له مرګ نه څلورویشت پیړۍ وروسته په ډیر علاقمندۍ سره اوریدل کیږي او خلک یې په اوریدلو سره خپل ایمانونه تازه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سنګین

څلورویشت پیړې اشتباه ده. څلورویشت کاله به صحیح وی.

جلال

بارک الله فیک و جزاک الله خیرا. واقعا چی شیخ کشک رحمه الله د الله تعالی د قدرت یوه ژوندی نمونه وه. اللهم حشرنا جمعیا مع عبدک و نبیک محمد صلی الله علیه وسلم. آمین

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x