دیني، سیرت او تاریخ

نبوت انساني اړتیا ده«اوومه برخه»

اسدالله رزين
محمد د مور په غیږ کې:

مکې ته تلونکی کاروان په ټاکلي وخت وخوځید .حارث او حلیمه چې محمد هم ورسره و د کاروان ملګري سول، خو کله چې کاروان مکې ته ورسید یاد درې تنه له کاروانه جلا او د آمنې کور ته یې مخه کړه. د آمنې کره کراره کراري او چوپه چوپتیا وه، څوک نه و خبر چې محمد به راځي، آمنه په کور کې یواځې وه او ام ایمن به د کور په کارو لګیا وه، چې محمد په خپلو پښو له خپلې ملکوتي ښکلا سره د کور په دروازه کې ودرید.

آمنه نه وه خبره چې د زړه ټوټې او د ژوند یواځنۍ هیلې یې د خپل کور ور د خپل حسن په جلوه ښایسته کړی دی او د مور لیدو ته سترګې په لاره ده. مور یې په څیره نه پیژني ځکه چې محمد ډیر لوی سوی او نور ښایسته سوی و، هغه اوس پخپله معصومه خوله خبرې کوي او تنې یې سوری پیدا کړی و چې:ور وټکیده، آمنه چې د محمد په خیالو کې اوسیده او د هغه په ښکلي مخ به یې په تصور کې مینه ماتوله او په غیږ کې به یې نیوه.

آمنې په لړزیدلي اواز ام ایمن ته ورږغ کړ، وګوره چې څوک دروازه ټکوي. ام ایمن هم خو تر مور ډیره نه وه کمه په منډه منډه وره ته ورغله او ور یې پرانیست چې سترګې یې د محمد په نوراني مخ ولګیدې په ځان نه سوه پوه، محمد یې په غیږ کې ونیو دومره مینه یې ورسره وکړه چې آمنې ته یې د زیري وخت پیدا نه کړ.

ترڅو چې په حال راغله او آمنې ته د زیري لپاره له محمده سره ور ورسیده، آمنې نه پیژاند چې دا محمد ده خو د حارث او حلیمې له مخه یې ومنله چې دا محمد ده.

خدای ښه پوهیږي چې په دغو شیبو کې به د آمنې څه حال و، د نبض خوځښت به یې په کومه کچه کې و، رنګ به یې څرنګه تښتیدلی ؤ او عصاب به یې پخپل ځای ؤ او کنه. لنډه دا چې وروسته له دوو کلو یې ناببره محمد ولید غیږ یې ترې چاپیره کړه او د خوشالۍ په اوښکو یې د هغه پاک مخ نور هم ورپاک کړ.

محمد هم د مورنۍ مینې تر اغېز لاندې راغی، ښه یې د آمنې غیږې ته ځان ورنیزدې او په ګلابي مسکا کې یې د مور مینې ته درناوی وکړ.

بیا نو آمنې د حارث او حلیمې ډیر او بې بیلګې هرکلی وکړ، ځکه ښکاریده چې هغوی د محمد خیال د آمنې له تصوره ډیر لوړ ساتلی و.

حارث او حلیمې هم هرڅه چې له محمده او یا د محمد په باره کې لیدلي او اوریدلي و بې کمې یې ټول د آمنې له مخې کیښودل.

د محمد د راتګ خبر ډیر زر عبدالمطلب ته ورسید او بې له ځنډه د آمنې کورته راغی او د پلرنۍ مینې په غیږ کې یې محمد ونیو، د هغوی ښایسته مخ یې ډیر ښکل کړ، ډیر یې وژړل او د ژیري له هر تاره یې د خوشالۍ اوښکې راوڅڅیدې.

بیا یې له حارث سره په ډیره مینه ستړې مشي وکړه او په محمد یې د دوی د ډیرې لوریدنې کورودانی ورته ووایه او حلیمه یې هم د زړه په آواز په مرحبا ویلو وستایله او د محمد د بې مخینې پالنې په ویاړ یې وویاړله.

د بني عبد مناف د کورنۍ هر یوه غړي له محمد سره ډیره مینه وکړه او د حلیمې او حارث پالنې ته یې آفرین ووایه.

د میلمنو راتګ محمد په پراخه ټنډه او مالګینه مسکا او فصیحه ژبه چې هیڅ کمی نه ؤ په کې استقبالاوه.

د محمد ښه روغتیا اوچته ټوکیدا او ټول کړه، وړه هر چا ته د تعجب وړ ښکاریدل.

د محمد د تي رودلو موده رښتیا هم د هغوی د جلال او جمال پوره تفسیر ؤ، د قریشو ماشومان به لکه پتنګان په محمد صلی الله عليه وسلم راټول وو دوی به هم د خپلې قبیلې له ماشومانو سره لوبي کولې، ډیر خو به عبدالمطلب د کعبې سيوري او دده ځانګړی ځای ناستي ته ورسره بیوه او پخواني نکلونه به یې ور اورول او محمد به ډیر په غور غوږ ورته نیولی و.

کله به یې بتانو ته هم وروړ،خو محمد به هغوی ته هیڅ پام هم نه کاوه، ان تر دې چې د بتانو په باره کې به یې د نیکه خبرو ته هم سم غوږ نه نیولو.

عبدالطلب حیران پاته و چې محمد یې خبرې په ډیر غور اوري، خو کله چې بتان یادیږي بیا محمد دستي بې پروا کیږي او غوږ نیول ورته سخت سي.

په مکه کې لا د محمد یوه اوونۍ نه وه وتلې چې عبدالمطلب د کعبې دیوال ته ناست او محمد هم ورسره ؤ چې یو نصراني راهب له عبدالمطلب سره نزدې تیریده، د کعبې شیخ ته یې سلام  ورواچاوه چې سترګې یې په محمد ولګیدې ودرید او په غور یې ورته وکتل او له عبدالمطلبه یې وپوښتل چې دا ماشوم ستا زوی دی؟
شیخ ورته وویل: هو!

راهب بیا ترې وپوښتل: ستا خپل زوی ده؟

شیخ ورته وویل: زما د زوی عبدالله زوی دی چې هغه وفات سوی ده.

راهب له څه ځنډه وروسته پټ عبدالمطلب ته وویل: په دې ماشوم ډیر پام کوئ او بیخي ډیر یې څارئ ځکه چې دی به د لوی شان لرونکی سي. په انجیل کې راغلي دي کله چې آدم (ع) پخپلو پښو ودرید نو په هوا کې یې یو لیک ولید چې لکه لمر داسې ځلیده او بیا معلومه سوه چې: هغه د (لا اله الا الله محمد رسول الله) کلمه ده.

ګوره یهود له دې ماشومه داسې ډاریږي لکه فرعون له موسی(ع)،نو ډیر خیال به یې ساتئ، عبدالمطلب په تشویش کې سو او زر یې محمد آمنې ته ور ورساوه چې ګوري د آمنې، ام ایمن او ثویبې دریو سرو سترګې په اوښکو لمدې دي. آمنې چې محمد ولید دستي یې خپلې غیږي ته رانزدې کړ او عبدالمطلب له دوی د ژړا پوښتنه وکړه چې آمنې ورته وویل:

ام ایمن او ثویبې نن مې اوریدلي دي چې یهودي ښځې په داسې ماشوم پسې ګرځي چې: خارق العاده نښې ولري او دستي یې وژني او په یاده باره کې یې د ډیرو لویو لویو انعامو ژمنې هم خلکو ته ورکړې دي.

د عبدالمطلب اندیښنې نورې هم ډیرې سوې، خو دوی ته یې ډاډ ورکړ چې: د بني هاشم سړي لا تراوسه ډیر پیاوړي دي. د داسې کیدو او اوریدو پروا مه کوئ چې ډاډګیرنې یې دوی ته هم تسلي ورکړه او ځان یې د کعبې سیوري ته ورساوه، له بله لوري په مکه کې د چیچک وبا هم لګیدلې وه او عبدالمطلب له هغې هم ډاریده، نو ځکه یې ښه وبلله چې که شونې سي او محمد بیرته حارث او حلیمې ته وروسپاري. عبدالمطلب دغه خبره له آمنې سره هم شریکه کړه آمنې ته د خبر په اوریدو سره د محمد د بیلتون ټولې ترخې ورپه یاد او بیخي ډیر یې وژړل ان تردې چې عبدالمطلب یې هم وژړاوه، خو له ډیرو دلائلو وروسته یې آمنه هم قانع او له پریکړې یې حارث او حلیمه هم خبرکړل. هغوی هم په ډېره خوشالۍ دا ازمویلی نعمت قبول او په یوه اوونۍ کې محمد بیا په بلده لار طایف ته ورسید.

تقدیر ته خو د تدبیر لاس نه ور رسیږي، د الهي حکمت په راز یواځې الله خبر ؤ، خو د شرایطو او حالاتو غوښتنه دا وه چې له دې ټولو ستونزو سره مخامخ کیدا په مکه کې ښه کیدای سوای، خو څه چې موږ فکر کاوه هغه دا چې محمد باید له ښاري ککړتیا لري په امن ځای کې لوی او وروزل سي. ترڅو د رسالت د درانه مسؤلیت د اداء لپاره تیار او د سیاست او مشرتوب زده کړې د طائف په دښتو کې له مال پو وني پیل کړي.

محمد د دوهم ځل لپاره د بني سعد په دشتو کـې:
محمد(ص)چې پښه یې د خپل مبارک عمر په دریم کال کې ایښې وه بیا طایف ته راستون سو او له خپلو همځولو او رضاعي ورور عبدالله سره به یې د وړکتون لوبې کولې. کله کله به له هغوی سره دښتو ته تلو او د شپنۍ ډانګ به یې په اوږو کېښود.
کله به د رمې له مخه او کله به یې له شا روان ؤ. ډیر خوند یې ورکاوه چې شپني او د مال پوونه او راګرځول زده کړي او د شپې چې به کورته راغی ډیر آرام به ویده سو. د محمد د عمر دریم کال تیر او د یادولو وړ پیښه نه سوه پکې پیښه. یواځې یوه شپه یې له حارث سره د (بسوس)د جنګ داستان واورید چې پنځوس کاله اوږد او اویا زره زړور ځوانان پکې مړه سول او د جنګ لامل هم دا و چې د یوی ښځې په کرونده کې د چا اوښ ګډ سوی و. او هغې اوښ په وهلو ډبولو له کروندې ایسار کړ د اوښ څښتن په غوسه سو او یو غشی یې د هغې لور ته ور وار کړ او د هغې په سینه  ولګیده.

محمد(ص)له پیښې ډیر اغیزمن سو او د ژړا په حال کې یې وویل چې: خلک ولې یو د بل وینې تویوي.

د محمد د عمر څلورم کال هم تیر سو او د روایتونو په باور د(شق الصدر)مهمه پېښه هم په  همدغه کال کې رامنځته سوه.

قال ابن اسحاق:[3] حدثنی ثوربن یزید عن خالد بن معدان عن أ صحاب رسول(ص)أ نهم قالواله أ خبرنا عن نفسک.قال: نعم أ نا دعوة ابراهیم وبشری عیسی علیهما السلام، ورات امي حین حملت بی انه خرج منها نورا أضاءت له قصورالشام ،واسترضعت فی بني سعدبن بکر،فبینا أ  نا فی بهم لنا أتانی رجلان علیهما ثیاب بیض معهما طست من ذهب مملوءثلجا فاضجعانی فشقا بطنی ثم استخرجا قلبی فشقاه فاخرجا منه علقة سوداءفالقیاها.ثم غسلا قلبی وبطنی بذلک الثلج،حتی اذاالقیاه رداه کما کان……الخ.

وقال ابن اسحاق: حدثنی ثوربن یزید بن عن خالد بن معدان عن اصحاب رسول(ص)انهم قالوا له اخبرنا عن نفسک.قال:

ژباړه: زه د ابراهیم (ع)غوښتنه او د عیسی (َع) زیری یم او زما د زیږیدو په مهال زما مور ولیدل چې یو نور ځنې جلا سو چې د شام ماڼۍ یې وځلولې، د تي رودلو موده مې په بني سعد بني بکر کې تیره کړه،نو کله چې زه هورې وم دوه سپین پوښي سړي راغلو، د سرو زرو یو ټال چې له واورې ډک و هم ورسره و، نو یې زه راڅملولم، نس یې راپرې کړ او زړه مې يې راوويست او هغه يې هم پرې کړ، د وینې یوه توره ټوټه یې ځنې راوایستله او غوزاره یې کړه، بیا یې زما نس او زړه په هغه واوره راپریمنځل او بیرته یې پخپل ځای کې دارنګه کیښود لکه چې وو.

وقال انس(ض) :[4] وقد کنت أ ری أ ثر ذلک المخیط فی صدره.

ژباړه:انس وایي: ما د محمد(ص)په سینه کې د ګنډلو هغه نښې لیدلې وې.

په هر ډول د روایتونو له اختلافه سره سره څه چې بیخې رښتیا دي هغه دا چې: محمد(ص) دوه ځله طایف ته راغلی او څلور کاله یې د حلیمې په مهربانه غیږ کې دارنګه تیر کړل چې هیڅ یې هم ترې ونه سپمول او محمد(ص)هم ټول عمر د هغې خیال د یوې خوږمنې مورپه ډول وساته ان تر دې چې کله به سره مخامخ سول بې له ځنډه به یې خپل څادر ورته هوار کړ.

مکې ته د محمد(ص)د بیرته ستنیدو لاملونه ډیر یاد سوي، خو دا چې د روایتونو په اختلاف د څلورو او یا پنځو کلو په شا او خوا کې اوسیده د مور،خپلوانو او مکې لرې والي ځورولای سوای، که څه هم چې د حلیمې په مینه کې له محمد(ص)سره د کمي خیال هم نسي کیدای، خو له آمنې سره یې د وینې ګډون و، د همدغه لامل له مخه د محمد په زړه کې د آمنې د مینې کور خالي ولاړ او په کې د بلې مینې د اړولو مجال نه و.

محمد که څه هم چې د طایف په هوا او زرغونو ورشوګانو کې چې ټولو اوسیدونکو یې ډیره مینه ورسره کوله او د محمد خیال به یې ساته او د یتیم والي دوړې به یې ځنې پاکولې ډیر ښه اوسیده، خو نیکه یې نه هیریده او کله کله به یې په مکه کې د حاجیانو د ګڼې ګوڼې یادونه هم کوله او مور یې تل د مبارکو سترګو لیدلورې وه چې:یوه روځ یې حلیمې ته وویل: نن شپه مې مور په خوب لیده چې له اوښکو ډکو سترګو ما ځان ته ورغواړي او زما د لیدو په هوس کې اوسي.

محمد چې کله دا خوب حلیمې ته وایه د نازنینو سترګو کاسې یې له اوښکو راډکې او را ښویدو ته یې ځان جوړکړ، را وښویدې او لکه ملغلرې د محمد رسول الله(ص) جاغې ته ورتو سوې.

حلیمه د دغه خوب له اوریدو او د اوښکو له راڅڅیدو ډیره غمجنه او د چارې په لټه کې سوه او هغه داچې: محمد باید ډیر زر خپلې مور او نیکه ته ورورسوي.

حارث او حلیمې د سفر تیاري ونیوله او د سار په رارسیدو سره یې د طایف او مکې په کږلیچونو کې له محمده د دردونکي بیلتانه سفر پیل او له څو ورځو مزله وروسته مکې ته ورسیدل.

دغه شپې او ورځې د مکې تر ټولو د ګڼې ګوڼې شپې او ورځې وې د حجایانو بهیرونو داسې لارې او کوڅې له خلکو ډکې کړې وې چې د پښې لګولو ځای ّ‎په کې نه ؤ. دوړو د مکې هوا پوښلې وه چې حارث حلیمې ته وویل: ته محمد(ص)نیکه ته ور ورسوه او زه به په آمنه زیری وکړم. حارث د آمنې د کور په لور ورروان سو او حلیمې محمد ترلاس نیولی د عبدالمطلب ځای ناستي ته ورځي. په دغه شیبه کې د څارویو یوه لویه ګله راغله او لاره یې یو مخ بنده کړه. دوی ودریدل خو د ډیر بیرو بار په پایله کې د محمد لاس د حلیمې له لاسه ختا او له سترګو یې نهام سو.[5]

حلیمه وار خطا او ډیرې د محمد، محمد چیغې یې ووهلې خو ځواب یې وانه ورید او له دې پرته چې ځان عبدالمطلب ته ور ورسوي بله چاره یې ونه لیده، حلیمه عبدالمطلب ته ورغله او هغه یې په پیښه خبر کړ. د بوډا نیکه خوشالي او پریشاني سره ګډه سوه. نه پوهیده چې څه وکړي، ډول ډول اندیښنې ورسره پیداکېدي: که یې لاره ورکه کړې وی کیدای سي چې پیدا یې کړو او که یهودو تښتولی و، نو بیا به څه کیږي.

عبدالمطلب خپل سړي راوغوښتل او د محمد(ص)د پیداکیدو بولۍ یې ورکړه،خو له ډیرو ستړیو وروسته یې هم د محمد پته ونه لګولای سوای.

حارث په آمنه زیری وکړ او آمنه د محمد او میلمنو د چوپړ په خیال کې سوه چې: د محمد د ورکې خبر یې واورید. د آمنې د هیلو شیشه یو ځل بیا د ناهیلیو له ډبرې سره ولګیده او ټوټه ټوټه سوه او لکه بې سا تنه وچه په ځای پاته سوه او نه پوهیده چې څه وکړي.

لویه خدایه! د خپل حکمت په پټو له تا پرته بل څوک نه دي خبر، په دغه ځیګر سوې مور څه سوې دي چې د خوشالۍ یوه شیبه هم لاس نه ورکوي او تل د غمونو د جوپو تر برید لاندې وي او له خور نیولو ټپونو یې وینې څاڅي، له تا پرته هیچا ته نه معلومیږي چې څه حال به یې وي.

آمنه دلته او عبدالمطلب هلته سوځیږي، ډنډوره چیان ډنډورې وهي او شپه هم نوره خپله تیاره را خپروي چې د لید سیمه رالنډه کړي. په دغو شیبو کې ورقه بن نوفل د ماښام په تیاره کې یوه ماشوم ته ورته تنه ولیده چې یواځې په یوه غونډۍ ولاړ او کته د کعبې لور ته ګوري. ورقه ورنزدې او ښه ورنزدې سو او ترې ویې پوښتل چې:
زویه! نوم دې څه دی؟
په میړانه او درناوي یې ځواب ورکړ: نوم مې محمد دی.

په دغه پیژندنه یې ونه پیژاند، نو ځکه یې تری وپوښتل دچا زوی یې؟ ورته ویې ویل: د عبدالله بن عبدالمطلب زوی یم. بیا نو ورقه په مخ ښکل کړ او ډېر یې ونازاوه او له ځانه سره یې راروان کړ چې خپلوانو ته یې ورورسوي.

په لاره کې ورقه نارې واوریدې چې: محمد، محمد وایي، ورقه ورنارې کړې!ډاډه اوسئ محمد له ما سره دی او عبدالمطلب ته یې راوست.

عبدالمطلب یې هرکلي او ښه راغلي ته پورته او په ټوله مینه یې په غیږ کې ونیو. دومره خوشاله سو تابه ویل چې دنیا او څه چې پکې دي ټول یې ده ته ورکړي دي.

آمنه لا نه ده خبره هم هغسې بې سا تنه ولاړه ده چې د مکې په هوا کې آوازونه تاو راتاو کیږي او غوږونو ته د محمد نوم ور رسوي، آمنې یو ناڅاپه ځواک پیدا او په غور یې ږغونو ته غوږ ونیو چې بیا ام ایمن تر هر چا له مخه د محمد(ص)د پیداکیدو زیری په آمنه ولورا وه. دغه تالندې ته ورته آواز و چې آمنه یې ولړزوله او د زړه خوځښت یې ور لوړکړ،آمنې ته ډیر زر ډاډ لاس ورکړ او سترګې په لاره کې پاته سوه چی ګوندي محمد(ص)کورته ورننوځي.

په داسي حال کې چې د محمد(ص) لاس د کعبې د شیخ په لاس کې حلیمې او د عبدمناف ټوله کورنۍ یې دواړو لورو ته ورسره روانه وه کور ته ورننوتل.

د محمد(ص)چې سترګې په مور ولګیدې په منډه منډه ورغی او دواړه لاسونه یې د مور تر غاړه ورتاو کړل او په ټوله بې صبرۍ یې ځان د هغې غیږې ته ورواچاوه. آمنې هم لکه چې په لوړه کچه کې هغه په سینه پوري ټینګ کړ او د مچو کولو په څپو کې یې د محمد(ص)ګلالی مخ په خپلو اوښکو ورپریمينځلو.

دا یو عجب منظر ؤ،دا په مینه او ټولو قلبي عواطفو کې پیچلی او ښایسته منظر ؤ،دلته د کعبې شیخ او د مکې باوقاره سپین ږیري له خپلې ټولې کورنۍ سره چې حارث او حلیمه یې ملګري کوي د ماشوم  او یتیم محمد په هرکلې اوښه راغلې لګیا دي، د کعبې شیخ اوښکې تویوي، آمنه اوښکې تویوي، حلیمه او حارث اوښکې تویوې، د عبد مناف ټوله کورنۍ اوښکې تویوې او محمد هم اوښکې تویوي.

دا د رحمت اوښکې وې چې د انسانیت د بهترین یو ګړي(فرد)په مننه او درناوي کې توېدې.

محمد په څلور کلنۍ کې مکې یا له دښتو ښار ته راستون سو، که څه هم چې د مکې له هرڅه او ښاري ژونده سره نابلده ؤ، خو دا چې پلرنی وطن یې و نو په تکليف نه سو او زر یې ځان ورسره بلد کړ همځولي یې په ځان راټول او ډیر ښه واوسیدای سوای.

حارث او حلیمه د دوو اوونیو لپاره د مکې ډیر ګران او درانه میلمانه ؤ، مکیانو چې څومره کولای سوای د دوی یې درناوی وکړ، خو نور هغه شیبې بیخې رالنډې سوې چې حارث او حلیمه به د طایف په لور روانیږي او د محمد پاک روح د دوو مهربانو زړونو په مینه کې را ګیر او د هر یوه بیلتون یې ځورولای سي.

مخکې له دې چې سپیدې وچوې او حلیمه او حارث د طایف په لور وخوځیږي.حلیمه آمنې ته ور نژدې سوه او محمد یې دا رنګه له موره، مور ته امانت کړ! ګرانې خورې دا چې تاسې ما ته يو ډیر بې وسه یتیم راسپارلی و چې پۍ ورکړم او ویې پالم،خو هغه حقیقتاً ډیره لویه هستې وه چې تاسې په ما لورولې وه.

خورې! د هغه برکت ده چې په موږ د خیر او برکت دروازې راخلاصې سوې.

خورې! ګوره چې محمد ته د یو عادي ماشوم په سترګه ونه ګورئ، موږ په محمد(ص)کې د عظمت ډیرې نښې ولیدې.

حلیمه او حارث سفر ته تیار سو او محمد دواړه مبارک لاسونه د حلیمې تر غاړه ورچاپیر او په ټوله مینه یې په خدای وسپارله، له حارث سره یې هم په زړه پورې مخه ښه وکړه او د ښه سفر هيله یې ورته وکړه.
د عبد مناف ټولې کورنۍ هرچا له خپل وس سره برابر حارث او حلیمه وپالل.

حارث او حلیمه وخوځیدل او د مکې، طایف په کږلیچونو کې له سترګو الونیا سو.

محمد له خپلې مورسره په مکه کې پاته سو اودمکې په دغه دوه کلنه دوره کې به ډیر وخت عبدالمطلب له ځآ نه سره د کعبې سوري ته بوتلو او د خپلو نیکونو د میړانې نکلونه به یې وراورول او محمد به هم په ډیر غور غوږ ورته نیو او دا چې محمد له خپلې مور او نیکه دواړو د خپل پلار ډیر څه اوریدلي ؤ، نو اوس پوه ؤ چې پلار یې په یثرب کې مړ او هلته خاورو ته سپارل سوی دی، نو ډیر به یې زړه غوښتل چې قبر ته یې ورسي او هم یې له ماماګانو سره بلد سي. د ډیرو یادولو په پایله کې آمنې یثرب ته د تګ خبره له عبدالمطلب سره شریکه او پریکړه وسوه چې دوی باید یثرب ته ولاړ سي.

نوربيا…..

[1] سیرت النبی محدشاه ارشادج۱ص۷۵

[2] سیرت النبی محمد شاه ارشادج۱ص۵۲

[3] البدایة والنهایة ج۲ص۲۷۵

[4] ابدایة والنهایةج۲ص۲۷۶

[5] البدایة والنهایة ج۲ص۲۷۷

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x