افغانستان

هرات کې یو متخصص ډاکټر د خپل کور له مخې تښتول شوی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۹ مرغومی، ۱۳۹۹ل): سیمه ییز چارواکي په هرات ښار کې د مسحلو غلو له  طرفه د یو متخصص ډاکټر د تښتولو خبر ورکوي.

د هرات د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالاحد ولي زاده وايي، ډاکټر نظیف الله پوینده تیر ماښام د شپږمې امنیتي حوزې اړوند کارته امین سیمه کې تښتول شوی دی.

د سیمې خلکو رسنیو ته ویلي، د اعصابو متخصص ډاکټر نظیف الله پوینده د دوشنبې په ماښام په کارته امین سیمه کې د خپل کور له مخې څخه په نظامي یونیفورم کې راغلو مسلحو کسانو تښتولی او تردې دمه یې کورنۍ سره هیڅ اړیکه نه ده نیولې.

د پلازمینې کابل په ګډون د هېواد په لویو ښارونو کې د امنیتي میثاق تر نامه لاندې پر نامسئولو کسانو د وسلو ویشلو سره امنیتي پېښې، مسلحې غلاوې او اختطافونه زیات شوي، چې ورسره د خلکو ژوند هم تریخ شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x