نظــر

كندهار چاپه «اتمه برخه»

مولوي عبدالحليم مخدوم

يوه ورځ مې په تور جېل کې ډاکټر را وغوښت او له معدې مې ورته شکایت وکړ، داسې یوه خطرناکه ګولۍ یې راکړه چې په دغه تحقیق کې مې هیڅ خبره په واک کې نه وه، نه مې هم دا توان درلود چې چوپ پاتې شم!
بیا مې تر آخره په تور جېل کې له ډاکټره د دوا غوښتنه ونه کړه ځکه پوه شوم چې د ډاکټر دوا د محقق په دستور او فرمایش راکول کېدله ترڅو محقق ته د تحقیق په وخت کې څه په لاس ورشي! مګر لله الحمد ما له اولې ورځې له الله جلت عظمته څخه په ډېره عاجزي، انکسار او تضرع په خپل ماته او ګوډه ژبه دا وغوښتل چې یا د کائناتو ربه ته زما له خولې څخه په شعوري او یا هم په غیر شعوري ډول داسې څه ونه باسې چې په هغې کې زما دیني او معنوي تاوان، د امریکایانو ګټه او د نورو مسلمانانو د بند او تکلیف سبب شي.

ای د زړونو واکمنه له دې مې نور په غټه ابتلاء او امتحان کې مه راوله، دا مې محقق ته بار بار وویل چې زما له خولې داسې څه په والله العظیم که واورې چې د هغې په پایله کې بل مسلمان دلته جېل ته راولې نو هڅه کوه زما اړوند پوښتنې راڅخه وکړې.

د تعلقاتو او تعارفاتو اړوند پوښتنې هم ستا وخت ضایع کوي او هم زما، محقق ته به درد ورغی او راته کړل به یې دا زما انتخاب دی چې د څه اړوند پوښتنې در څخه وکړم ستا انتخاب نه دی، ته یو بندي یې، عجیبه خو به دا وه چې د تحقیق لپاره به یې سهار له نن څخه جلا او بېله موضوع انتخاب کړې وه!

ډېر ځله به یې د سبا لپاره په درواغو راته وویل چې د فلانۍ موضوع اړوند ځان تیار کړه چې خبره درسره کوم، ما به د هغې د ده له خوا راته ویل شوې موضوع اړوند دلایل برابر کړل، هغه به سهار د هغې موضوع اړوند یوه خبره هم نه وه، بلکې صرف هدف او موخه به یې زما د هغې موضوع اړوند ذهني او اوفکري مصروف ساتل ؤ او بس، د بلې موضوع اوبې ارتباطه موضوع اړوند به یې پوښتنې راوړې وې، امریکایي محققین په دې ډېر ښه پوهېدل چې څنګه بندي اغفال کړي او د درواغو وعدې ورکړي تر څو خپلو شومو اوناپاکو موخواو اهدافو ته ورسېږي! نور که انسان په ابدي قید او یا په اعدام محکومېږي دوی ته مهمه نه ده!

بلکې محقیقینو ته دا مهمه وه چې هغه ټاکل شوي پوینټونه او امتیازات تر لاسه کړي نور نو، نه انساني کرامت امریکایانو ته اهمیت درلودی او نه هم انساني ژوند! په بګرام کې ساتل شوي ټول بندیان د امریکا داخلي امنیت ته د بالفعل او یا بالقوة تهدید په خاطر ساتل کېږي! ځکه زما څخه اف بي آی څو وارې په بګرام کې تحقیق وکړ چې اعتراض به مې وکړ چې زه خو څه په امریکا کې بندي نه یم چې تاسو تحقیق راڅخه کوی؟!

دوی به راته کړل، تاسو د امریکا امنیت ته ستره ننګونه او خطر یاست، ما به ورته ویل چې داسې ده نو ولې مو نه وړئ امریکا ته ترڅو مو هلته محکمه کړئ؟! دوی به راته کړل چې هلته په امریکا کې مونږ آئین او قانون لرو د ډېر وخت لپاره مو هلته په توقیف کې بې له محکمې نه شو ساتلای، دلته افغانستان کې زمونږ شرایط فرق کوي د اوږدې مودې لپاره مو په توقیف کې بې له محکمې ساتلای شو.

نور بیا …

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx