ادبي لیکني

ورکه سوله؛ ورک ارمان..!  

صفي الله  “رائد”

د ماښام تیارې خپرې وې، بېرون یخه او بارانۍ هوا لګېده، موږ په کوټه کې د څراغ رڼا ته ناست او کیسې مو کولې چې د کلا دروازه وشړنګېده.

د کلي یوه سپین سرې مورکۍ چراغ په لاس په دروازه کې ولاړه وه.

هو! د عمر سپین سرې مورکۍ وه، هغه عمر چې څو کاله وړاندې د افغان سپیشل فورسو له لوري په شهادت رسیدلی و خو! دا بې وسه او بې کسه مورکۍ لاهم د خپل ځوی په شهادت نه وه خبره؛ کلیوالو ورته د عمر د بندي کیدو ویلي و.

دشهید مور کۍ به اکثر ماښام مهال مونږ کره راتله او سهار به بیا خپل کورته تله،  له عمر پرته یې په کور بل هېڅوک نه درلودل،

اوس یې نو د عمر پر ځای تورې شپې له یو چراغ سره سباکولې

د عمر بچي یادونو او غمونو به له ماښامه زنګوله، هره شپه به یې د عمر د راتلو په هیله سبا کوله.

هو! دې بېچاره سپین سرې مور داسې ډېرې شپې او ورځې بې عمره تېرې کړې او..

زړې مورکۍ خپل عمر بچي ته یو جوړه کالي ګنډلي و تر څو یې زندان ته ورولیږي، خو له دې هم خبره وه چې ډېر ژر به پاتې ټول بندیان ازاد شي.

ویل یې که عمر ځوی مې په خیر را خلاصېږي نو به دا جامې نه ورلیږم!

ومې ویل: هو! مورې ستا عمر ته زه هم دعاګانې کووم، رب دې د زړه صبر درکړي.

په ژړغونې غږ یې آمین وویل او بیا یې ویل:

ایا زما عمر به  هم پکې وي؟

ایا عمر به مې هم راشي؟

که زما د عمر بچي زیری هر چا راباندې وکړ ډېر څه به په زیري کې ورکړم!

دا زورېدلې مورکۍ د خپل عمر بچي یادونو په ملا کږه کړې او په سترګو ړنده کړې وه؛ ځکه تیر ځلې هم چې بندیان ازاد شول ددې بورې مور عمر پکې نه وو..!

غم یې داسې حالت ته رسولې وه چې په ژبه ګونګه وه څه یې نشوای ویلای، په زړه څک وه په تصور کې یې  یواځې د عمر بچي ننداره وه او بس.

څو شېبې چپ او په ژورو فکرونو کې ډوبه شوه بیا پر همغو زړو خبرو سر شوه

“زما عمر بچی به مې هم راشي؟!

زما عمر بچی به مې راخلاص شي؟

هو! که سوله راشي عمر بچی به مې کـور ته خپله راشي..!

ماویل: هوکې، مورې!

که ستا عمر بچی رښتیاهم کوم زندان کې وي، ضرور به را خلاصېږي.

هو! مورجانې ستا عمر به هم له نورو بندیانو سره یو ځای راځي!

هو! سوله به راشي؛ عمر بچی به دې هم راشي..!

ستا د زړه ورک ارمان به راشي؛ ارمان به دې پوره شي..!

زما دې خبرو په سپین سرې مورکۍ داسې اثر وکړ، لکه همدا اوس یې چې  د خپل عمر شهید د شهادت سپېڅلی بوی حس کړی وي، داسې ته وا پر  قبر رالوتی شمال یې پر زړګی لګیدلی وي.

زه هم نه پوهېدم په زورېدلې مورکۍ زما خبره څنګه ولګیده؛

ایا پوی شوې خو به نوي؟

ځکه له اورېدو سره سم یې  سترګې له اوښکو ډکې شوې او خپلې نمجنې سترګې یې د اسمان پر لورې خپل حقیقي خالق ته  پورته او په ژړغونې غږ یې وویل: “ربه ځما ګلالی عمر بچی..!

اخ ربه! زما د زړه ټوټه…!

مورکۍ څو شېبې خپل رب ته په زاریو شوه او ښې ډېرې اوښکې یې تویې کړې.

د سپین سرې مورکۍ د  نازولي بچي عُمر د شهادت دا اتم کال و خو! مور یې لاهم د راتلو لارې څارلې.

هره شپه یې دخپل داسې ورک بچي په انتظار کې سباکوله، چې بچی یې کلونه وړاندې  په شهادت رسیدلی و.

د مور همدا یواځینی نازولی  عُمر داخلي ګوډاګیانو د شپې مهال پخپل کلي کې له موټر ښکته  او بیا یې ډېر په وحشت سره په شهادت رسولی و،

خو! سپین سرې مورکۍ یې لا هم  هره ګړۍ د راتلو او لیدو په انتظار بې شماره اوښکې صدقه کولې او د خپل شهید  بچي د راتلو لپاره یې په انتظار شپې سبا کولې.

زړه مورکۍ دخپل ګلالي ځوی عمر یادونو زنګوله او له ځانه سره به یې ویل: عمره!

موردې درته ومره!

عمره! مور دې درته ړنده شه!

ته به څنګه یې عمرجانه!

عمره! ته خو زما د زړۀ ټوټه زما ارمان وې.

عمره! ماته خو ته امن وې ماته سوله وې.

آه

څومره دردمنه مور..!

څومره زوریدلې مور..!

څومره کړېدلې مور..!

چې هم یې سوله ورکه ده هم د زړۀ آرمان.

هو! دومره درد چې قلم یې د انځور تاب نه لري.

ژبه ګونګۍ شي، حوس کار پرېږدي،  ګوتې پړک واخلي لیکل نشي کوی، قلم وایي دا له غمه ډک انځور نشم کښلی..!

سپین سرې مورکۍ په خپل پلو اوښلنې سترګې پاکې کړې او د خپل رب څخه یې د خپل ځوی عمر  د راوستلو بیا بیا سوالونه کول، خو بې چاره لا پدې نوه خبره چې عمر یې کلونه وړاندې  د یو ستر وحشت څپو وهلی، هو! لانوه خبره چې عمر یې انسان شکله  وحشي ځناورو ته پر لاس ورغلی.

لا نوه خبره چې عمر زړګی یې یې نور په دې دنیا نشته.

هو، سپین سرې مورکۍ لا هم نه پوهېده چې سوله به راشي، امن به راشي خو ګلالی عمر  به یې هېڅکله هم نه!

نه به یې ورکه سوله پیدا شي او نه به یې هم ورک ارمان.

پای.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx