شعـــــرونه

محراب شهید بلال له کلي تللي/ زهاد

تپاند زُهاد

زه د یو ورک ارمان په لټه کي یم
زه د یو ورک جانان په لټه کي یم

را ټـولـومــه ســوزیـدلـي پــاڼـې
زه د یو ورک قران په لټه کي یم

محراب شهید بلال له کلي تللي
زه د یو ورک اذان په لټه کي یم

زما د زړه ټوټه ولچک کي حِصار
زه د یو ورک انسان په لټه کي یم

لاره وهو منزل مو نه دي معلوم
زه د یو ورک کاروان په لټه کي یم

غواړم چي برم او عزت مو لوړ شې
زه د یو ورک دوران په لټه کي یم

تپـاند زُهـاد تل بي ټکوره یمه
زه د یو ورک درمان په لټه کي یم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx