نظــر

د جمهوريت تر چتر لاندې بدرنګه ديکتاتوري

شفيع اعظم اورياخېل

اوسنۍ نړۍ کې هیوادونه د دوی پر پلازمینو پېژندل کېږي ځکه د ټول حکومت او د نظام چارو اصلي انجن او د برنامو اصلي ممثل او ممثلينو ځای د هيواد پلازمينه يا پايتخت وي.

پایتخت کې د نظام او حکومت ستر انجن، فعاله کاري ټيم او قوي څېرو شتون د دې لامل کېږي چې هر يو په خپله برخه کې د خپلو صلاحیتونو نه په استفاده ټول نظام او حکومت کې ايجاد شوې ستراتيژي، پلانونه او پاليسيانې د تطبيق په موخه د هيواد بیلابیلو څنډو ته ور پمپ کړي‌.
خو دلته کیسه سر چپه روانه ده. حکومت، قواوو، اشخاصو او نظام کې شاملو څېرو رنګ پيکه او ټول افغانستان په کابل او کابل هم مطلق په امرالله صالح يا د حکومت لومړي مرستيال خلاصه کېږي.

په جمهوريت کې د قواوو تفکيک او د نظام دننه د هر فرد صلاحيت، مسوليت او د کار نتیجه کاملا ښکاره وي. نن رسنۍ د معلوماتو له خلا سره مخ دي. له پخواني زور او کشه لوېدلي. د بيان ازادۍ او د ژورنالستانو فيزيکي مصونيت د مرګ څپیړه خوړلې.

ملت او عامه ذهنيت له سل پوښتنو سره مخ دی چی سرقومندان اعلی اشرف غني په څه بوخت دی؟ ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب ولې څنډې ته شوی؟ داکټر فضلي په څه مصروف دی؟ دفاع وزير اسدالله خالد ولې لا درک دی؟ کورنيو چارو ملنګ وزير ښاغلي اندرابي نه خو بيخي د کابل برېښنا جوړه شوې. خلاصه دا چې ټول حکومت او نظام يوه فرد په خپل ګرو کې اخیستی.

کله رئیس جمهور شي جمهوريت ته ګولډن لاينز کاږي. بيا د مصالحې شورا رئیس شي د سولې مذاکراتي ټيم ته هدايتونه ورکوي. بله ورځ د سولې بې پرې اکاډميک متخصص وي ځوانانو ته تينک تانک کې سوليز بحثونه څېړي.  بيا د ارغنديوال پکول په سر مالیې وزیر وي په ګمرکونو ګرځي، بله ورځ یې پارلمان کې وکيلانو سره سوټه جنګي شروع غټ ګيس یې ډاکټر غني ته جوړ او پارلمان یې هم ټس کې ټول وزيران پسې اخيستي، بيا د امنيت شورا سلاکار شي د هند او چين استخباراتي لانجو کې د افغانستان موقف بيانوي، پسې کورنيو چارو وزير شي د پوليسو تشکيل زيات او کم کړي، کله د کابل امنيه قومندان شي د حوزو امرين ګماري. بيا يودم کابل ښاروال شي منډيي کې یې غالمغال جوړ کراچيوانانو پسې یې ډنډې راخیستې وي او کفن فروش هردم شهيد یې سرک په سر له ګریوان نيولی وي چې پدرنالت چرا تابوت را سر سرک کشيدی؟

نظام، حکومت، ټيم ورک، تقسيم وظايف، نور ظرفيتونه د هغوی مسوليت او صلاحيت هرڅه تاله ترغه دي.

دا  جمهوريت نه بلکې د ديکټاتورشيپ تر ټولو ناوړه او بدرنګه بڼه ده خو تعريف او تمثيل یې هره ورځ د شين سوټي په زور د جمهوريت او ولسواکۍ کېږي.

د داسې جمهوريت خبرې به حفیظ الله امین هم د سټيج له سره د سوکانو پر وهلو کولې. کارمل به هم د داسې اتشين جمهوريت په وصف د ستوني رګونه پړسول او نجيب به هم په همدې ټون حماسي چيغې وهلې.

خو د ميز لاندې او ټول وطن کې جمهوريت سر خوړلی، ولسواکي په مرګ محکومه او د سرونو تالان روان وو.

نن د دغې فرد محورۍ له وجې د نظام او حکومت باقي مهرې ځانونه محروم او د خپل حیثیت او ځايګي موندلو په پار په ځينو برخو کې له همکارۍ لاس اخيستی او ځيني نور د خپل موقف او صلاحيت دوباره حصول په پار د ستونزې حل پرځای ښایي په خپله د تخريب يوه برخه و اوسي.

همدا علت دی چې کابل د خپل شل کلن دور تر ټولو تورو ورځو ګواه دی. فضا او د حکومتولي ټول رنګ او بوی استخباراتي دی. کټ مټ د روسانو د وخت او تر هغې وړاندې کمونستي ریژیم.

هر فرد په ويره دی. ځوان، زوړ، ښځه، ماشوم، دوکاندار، معلم، داکتر، انجنير، مدني فعال، تاجر، سياسيون، علما او بلاخره هر هغه څوک چې په خپل کلي او منطقه کی پرې يو څوک راټولېدای شي.

د حکومت لومړي مرستيال د دومره اوچت صلاحيت او مطلقې ديکتاتورۍ باوجود چې د ټول وطن په چارو کې ورته د تداخل خلاص لاس ورکړل شوی، مګر بيا هم نور وطن څه په امنيتي لحاظ کابل تر بدو بدتر شو.

اوس یې تازه د کورنيو چارو وزير له ګريوانه سر راویستی او وایي د کابل امنيت ټينګښت په موخه د ګزارش ۶:۳۰ پر ځای د کابل پوليسو تعداد دوه چنده کوم.

که هدف ريښتيا امنيت ټينګښت وي ښه خبر خو پوښتنه ده چې دا پوليس به ملي پوليس او ټول وطن او نظام ته مسول وي که د همدې فوق العاده ګمارنو په اساس شخص معاون اول او د ده بانډ ته؟

ځکه موږ تېر ځل هم د نوموړي د امنيت رياست مهال د ملي امنيت رياست پرسونل وليدل چې د خپل مطلق صلاحيت نه په ګټه اخيستنه یې له اويا سلنې زيات پرسونل او رهبري د يوه قوم او بيا يوه قوم کې هم مطلق د يوې ولسوالۍ کسان وګمارل.

ايا په ټوله کې د معاون صېب دا هڅې به ريښتيا د کابل امن کېدو، ټول افغانستان ته امنيتي سپورټ يوه هڅه وي او که د همدې فرد محورۍ او خپلو ريښېو ټينګول او دې شته یکه تازۍ تداوم؟

دا وطن د ټولو ګډ کور دی. جمهوريت په ولسواکي او ولسواکي په تنوع ښه ښکاري. موږ وينو چې په شته بنسټونو، ملي امنيت شورا، دفاع وزارت، کورنيو چارو وزارت او نظام دننه نورو څېرو او قوتونو پر ځای په يوه فرد او د هغه پر خاص ټيم اتکا کېږي.

ترور، ويرې او کابل کې د وهم شته وضعيت ته په کتو کټ مټ د کمونیزم د وخت حالت ته په ور ګرځېدو يو او يو ځل بيا وينو چې د داکتر نجيب په څېر د ټول نظام او پوځ پر ځای اتکا په سيميزه خونړۍ مليشه او مليشه کې هم باور په بدنام جنرال دوستم کېږي نو طبيعي ده چې کټ مټ هماغه څه او هماغه سناریو پېښېدونکې ده.

‌هرکه ناموخت از گزشت روزگار
هیچ نیاموزد زی هیچ آموزگار

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد

حقایق خو همدا دي خو منې ېې په چا ؟ غنیګی او کرزی دا دوه خوهغه منهوسې څیرې دي چې د تورې توقع ترې نشې کیدای . د دوی د ضعیفو کړنو له وجې دا شل کاله همدا بد ماشي په ملک حاکمه وه او وي به .

عتیق الله مکین

کاملا حقیقت را بیان فرمودید جناب ارویاخیل صاحب.
نظام را نمیتوان با افکار یک فرد و یا افراد به پیش برد. سیتسم است که میتواند یک نظام تنظیم کرده و امور به شکل درست آن به پیش می رود. درین کشور یا نظام کاملا فرسوده و فاسد شده است که سیستم موجود آن از کار افتیده است ویا اینکه دیکتاتوری فردی جاگزین سیستم گردیده که در هردو صورت نظام به فساد رفته و نابود خواهد شد.

امید حاکمان از تعقل کار گرفته و راه اصلح را که سیستم است کاراتر ساخته و ازان بجای حاکمیت فرد استفاده کنند.

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx