افغانستان

قطر کې د افغانستان سفیر د زړه د حملې له کبله مړ شوی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۹ مرغومی، ۱۳۹۹ل): په قطر هېواد کې د افغانستان سفیر عبدالحکیم دلیلي د زړه د حملې له کبله مړ شوی دی.

د بهرنیو چارو وزارت یوې باوري سرچینې رسنیو ته ددې خبر د تایید ترڅنګ ویلي، چې پر دلیلي پرون غرمې راهیسې د زړه حمله راغلې د کومې له امله چې نوموړی په روغتون کې تر درملنې لاندې ؤ.

د سرچینې په خبره د ډاکټرانو د هڅو سربیره نن د سه شنبې په سهار سفیر عبدالحکیم دلیلي د دوحې په یو روغتون کې ساه ورکړې ده.

قطر لومړنی خلیجي هېواد دی چې په ۲۰۱۳م کال کې طالبانو د خپل سیاسي دفتر لپاره غوره کړ او له هغه تاریخ راهیسې تر نن پورې طالبانو سره د امریکايي او ګڼو نورو هېوادونو د دیپلوماتیکو ناستو کوربتوب په غاړه لري.

ددې ترڅنګ د طالبانو او امریکا متحدو ایالتونو ترمنځ د سولې مذاکراتو ۱۸ پړاوونو کوربتوب سربیره اوس وخت کې د بین الافغاني مذاکراتو تسهیل کوونکي په توګه رول لوبوي.

عبدالحکیم دلیلي د ۲۰۱۹ کال له فبرورۍ میاشتې څخه په قطر هېواد کې د افغانستان د سفیر په توګه ګومارل شوی ؤ، چې له کابو دوه کاله دندې وروسته نن سهار په روغتون کې ومړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

لکه چی هلته هم طالبان جهاد لږلږ جهاد کوی. الله دی وبښی ځوان وه.

Abdul-Rauf Alam

د اسلامې امارت حقانیت او د کفارو ماته ، آخر کښې د ګوډاګې اداری سفیر زړه ودراوه.هههههههههههههه.

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx