افغانستان

د پروان له یو روغتون څخه دوه ډاکټران تښتول شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۹ مرغومی، ۱۳۹۹ل): ناپېژاندو مسلحو کسانو د پروان ولایت بګرام ولسوالۍ له یو روغتون څخه دوه تنه ډاکټران تښتولي دي.

د بګرام ولسوال عبدالشکور قدوسي ددې خبر په تایید سره ویلي چې یاد ډاکټران د بګرام ولسوالۍ «سرصیاد» کلي له ایمرجنسي روغتون څخه په داسې مهال تښتول شوي چې په دنده بوخت وو.

د پروان د امنیه قومندانۍ جنايي آمر محمدصادق هاشمی هم دغه پېښه تاییدوي او زیاتوي چې د تښتول شوو ډاکټرانو د موندلو هڅې یې پیل کړې دي.

په ورته مهال یوې ځايي سرچینې رسنیو ته ویلي، اختطافګر درې مسلح کسان او پوځي یونیفورم یې په تن وو؛ خو دا څرګنده نه ده چې په کوم دولتي ارګان پورې تړلي وو.

د سرچینې په خبره مسلحو کسانو دواړه ډاکټران د ناروغ د درملنې په پلمه له روغتونه بوولي او تراوسه بې درکه دي.

د پروان ولایت بګرام ولسوالۍ له روغتون څخه دغه دوه تنه ډاکټران په داسې مهال تښتول کیږي، چې پرون ماښام د هرات ولایت مرکز په ۶ ناحیه کې د اعصابو متخصص ډاکټر نظیف الله پوینده هم د خپل کور له مخې څخه د پوځي یونیفورم لرونکو مسلحو کسانو له لوري تښتول شوی او تردې دمه یې هیڅ څرک نه دی لګېدلی.

د پلازمینې کابل په ګډون د هېواد په لویو ښارونو کې د امنیتي میثاق تر نامه لاندې پر نامسئولو کسانو د وسلو ویشلو سره امنیتي پېښې، مسلحې غلاوې او اختطافونه زیات شوي، چې ورسره د خلکو ژوند هم تریخ شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په پلازمینه کابل کې د پرلپسې هدفي وژنو او اختطافونو له امله لسګونو مدني فعالانو او خبریالانو د خپل ژوند خوندي کولو په موخه د بهرنیو هېوادونو سفارتونو ته د پناه اخیستلو غوښتنلیکونه سپارلي او ځینو لا له وړاندې بهرنیو هېوادونو ته کډه شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx