نړۍ

بايډن: پنټاګون کې د ټرمپ مامورين د واک د انتقال پر وړاندې خنډونه جوړوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۹ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د امريکا نوي ټاکل شوي ولسمشر جو بايډن پر ولسمشر ډونلډ ټرمپ تور پورې کړی، چې د هېواد امنيتي وضعيت ته يې ستر زيان اړولی او په دفاع وزارت «پنټاګون» کې د ټرمپ مامورين د واک د لېږد پر وړاندې خنډونه جوړوي.

جو بايډن ويلي: «دفاع وزارت له موږ سره همکاري نه کوي او تر اوسه موږ هغه اړين معلومات هم نه دي ترلاسه کړي، چې موږ ورته اړتيا لرو.»

هغه ټرمپ او په پنټاګون کې د ټرمپ مامورين تورن کړي، چې خپل مسؤوليت نه ادا کوي او د امريکا ملي امنيت ته يې زيانونه اړولي دي.

نوموړي پر ټرمپ تور پورې کړی، چې د هغه د واکمنۍ پر مهال د امریکا یو شمېر امنيتي ادارو ته زيانونه رسېدلي او دی به د بهرنۍ تګلارې لپاره له سره کار کوي او د امريکا بهرنۍ تګلاره يې د ځان او خپلې مرستيالې کمالا هېريس لپاره ستر چيلنج بللی دی.

د بايډن په وينا د ټرمپ له لوري ګومارل شوي ماموين د واک د لېږد پر وړاندې خنډونه رامنځته کوي او زياتوي، چې دا ډول ستونزې د امريکا ملي امنيت لپاره ستر ګواښونه او ننګونې رامنځته کولی شي.

جو بايډن او د هغه مرستياله کمالا هيریس د واک د لېږد لپاره په ترتیباتو لګيا دي او دا څرګندونې يې د بهرني سياست لپاره له خپل ټيم سره تر ليدو  وروسته کړي دي.

ټاکل شوې، چې د امريکا نوی ډيموکراټ ولسمشر جو بايډن د راتلونکې جنورۍ په ۲۰مه لوړه وکړي، خو وايي، چې د واک له ترلاسه کولو مخکې بايد ځانته ټولې لارې روښانه کړي او د امريکا امنيت په اړه ځانته بشپړ معلومات ترلاسه کړي.

د امريکا تلونکی ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ۳م نومبر په ولسمشريزو ټاکنو لا هم خپله ماتې نه مني او خپل ډيموکراټ سيال جو بايډن يې درغلۍ تورن کړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx