ورزش

د ۲۰۲۰م کال د فوټبال په نړۍ کې غوره لوبېدونکي لوبغاړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۰ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د فوټبال نړیوال فدراسیون څو ورځې وړاندې د ۲۰۲۰م کال د غوره لوبغاړي جایزه پولنډي لوبغاړي «روبرت لیواندوسکي» ته ورکړه.

د بایرن مونش لوبډلې له لوري لوبیدلی لوبغاړی وتوانېد په غوره کارکردګۍ سره د اروپا اتلانو لیګ او د جرمني لیګ «بونډسلیګا» اتلولۍ په خپل نوم کړي.

روبن لیواندوسکي د ۲۰۲۰م کال تر ټولو زیات ګول وهونکی لوبغاړی ټاکل شوی، نوموړي په تېر سیزن کې ټول ۴۹ ګولونه وهلي دي، دغه راز لیواندوسکي د ګلوب ساکر ایوار د کال غوره لوبغاړي جایزه هم په خپل نوم کړه.

کریستیانو رونالډو چې د کال غوره لوبغاړي پر جایزې قابضه وي ونه توانېدل دغه جایزې ترلاسه کړي، خو په دغه لیست کې دوهم مقام میسي او دریم رونالډو خپل کړی دی.

بل لوري ته (Globe Soccer Awards) د تیرې پيړۍ د غوره لوبغاړي جایزه اعلان کړه چې ګټونکی یې پرتګالی کریستیانو رونالډ وټاکل شو.

رونالډو له ۲۰۰۱م کال څخه تر ۲۰۲۰م کال پورې په هسپانیا، انګلستان، ایټالیا او په ۲۰۱۶م کال کې د پرتګال لوبډلې لپاره د اروپا نیشن اتلولي ګټلي دي.

د ۲۰۲۰م کال د نړۍ تر ټولو غوره ۱۱ کسیزه لوبډله په لاندې ډول ده:

حمله کونکي لوبغاړي، لیونل میسي، کریسټیانو رونالډو، روبرت لیواندوسکي، منځني لوبغاړي، کیون ديبراین، تیاګو الکانترا، جوشوا کیمیش، دفاعي لوبغاړي، الیکسندر آرنولډ، ورجل وندایک، سرجیو راموس، الفونسو ډیویس او ګول ساتونکی الیسن بیکر.

د ګارډین ورځپاڼې د هغو ۱۰۰ غوره فوټبال لوبغاړو نوملړ هم په ډاګه کړ چې په ۲۰۲۰م کال کې تر ټولو ډیر ځلیدلي دي، روبن لیونډوسکي ددغه لیست لومړی مقام هم خپل کړی دی.

د کارډین ورځپاڼې د غوره لوبغاړو ټاکلو لپاره د ۲۴۱ فوټبال پوهانو او مبصرینو رایې ترلاسه کړي دي چې په کې روبرت لیواندوسکي لومړی او ارجنټایني میسي (برسلونا) دوهم مقام خپل کړی دی.

په دغه لیست کې په دریم نمبر رونالډو (یوونتوس)، څلورم نمبر بیلجیکی کیون دي براین (مانچسټر سیټي) او سینیګالي سادیو مانی (لیورپول) پنځم مقام ترلاسه کړی دی.

لاندې د ۲۰۲۰م کال د سل غوره لوبغاړو نوملړ:

صلاح يتراجع في تصنيف أفضل 100 لاعب في العالم (القائمة كاملة)صلاح يتراجع في تصنيف أفضل 100 لاعب في العالم (القائمة كاملة)صلاح يتراجع في تصنيف أفضل 100 لاعب في العالم (القائمة كاملة)صلاح يتراجع في تصنيف أفضل 100 لاعب في العالم (القائمة كاملة)صلاح يتراجع في تصنيف أفضل 100 لاعب في العالم (القائمة كاملة)صلاح يتراجع في تصنيف أفضل 100 لاعب في العالم (القائمة كاملة)صلاح يتراجع في تصنيف أفضل 100 لاعب في العالم (القائمة كاملة)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx