افغانستانسولې اړوند خبرونه

اتمر د پاکستان له سفیر سره اسلام اباد ته د طالب چارواکو د سفر په اړه غږېدلی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۹ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي، د بهرنیو چارو وزیر «محمد حنیف اتمر» په کابل کې د پاکستان له سفیر «منصور احمد خان» سره لیدلي او د افغان سولې، دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا او اسلام اباد ته د طالب چارواکو د سفر په اړه یې ورسره خبرې کړې دي.

د روانې میلادي میاشتې په اتلسمه نېټه د طالبانو د سیاسي  دفتر د رییس او سیاسي مرستیال «ملا برادر اخند» په مشرۍ یو لوړپوړی پلاوی د افغان سولې پروسې، د کډوالو او سوداګرو د ستونزو او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه د بحث په موخه اسلام اباد ته ولاړ او هلته یې د بهرنیو چارو له وزیر «شاه محمود قریشي» او لومړي وزیر «عمران خان» سره ولیدل.

د کابل حکومت د بهرنیو چارو وزرات وایي، په کابل کې د اسلام اباد سفیر له حنیف اتمر سره لیدلي او د افغانستان د سولې پروسې، اسلام اباد ته د طالب استازو د سفر او د سولې په پروسه کې د پاکستان د مثبت رول په اړه یې ورسره خبرې کړې دي.

خبرپاڼه کې وړاندې راغلي دي، چې په دې لیدنه کې د پاکستان سفیر د مذاکراتو بیا ځلې پیلېدل، د دوه اړخیزو سیاسي او اقتصادي  اړیکو پراختیا او مضبوطېدل د سولې پروسې لپاره اړین یاد کړي او ټينګار یې کړی، چې په افغانستان کې د «تاوتریخوالي» لوړه کچه د اسلام اباد د اندېښنې وړ ګرځېدلې ده.

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې په بنسټ، په دې لیدنه کې اتمر د پاکستان د سفیر، بهرنیو چارو وزیر او لومړي وزیر هڅې د افغان سولې په پروسه کې د قدر وړ بللې او ادعا یې کړې، چې پاکستان د سولې په پروسه او د اوربند د تامین په برخه کې غوره رول لوبولای شي.

د اتمر او پاکستان د سفیر تر منځ لیدنه داسې مهال ده، چې تمه ده د نوي کال په پنځمه نېټه په دوحه کې مذاکرات بیا ځلې پیل شي او د اجنډا په اړینو موضوعاتو بحثونه روان شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx