ورزش

هند لوبډلې په دوهمه ټیسټ لوبه کې استرالیا ته ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۰ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د هندوستان او استرالیا کرکټ لوبډلو ترمنځ په دوهم ټيست سیالۍ کې هند لوبډلې په زړه پورې کارکردګي ترسره کړه چې په پایله کې یې استرالیا ته د ۸ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.

دا په داسې حال کې چې له دې وړاندې په لومړۍ ټیسټ سیالۍ کې هند لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدلو د (۳۶) کمو منډو منفي ریکارډ جوړ کړی و او په لوبه کې یې سخته ماتې خوړلې وه.

په دوهمه ټیسټ لوبه کې چې لومړی استرالیا توپ وهنه وکړه چې د ټولو لوبغاړو په سوځېدلو یې ۱۹۵ منډې جوړې کړې، هند په ځواب کې ۳۲۶ منډې جوړې کړې او پر استرالیا یې ۱۳۱ منډې واوښتې.

د استرالیا توپ وهونکي په دوهمه پاڼۍ کې یو وار بیا ناکام شول چې ټول لوبغاړي یې په ۲۰۰ منډو وسوځېدل او هند ته یې یوازې د ۷۰ منډو هدف وټاکه. هند لوبډلې ټاکلی هدف د ۲ ویکټو په سوځېدلو بشپړ کړ.

له دې وړاندې په لومړۍ ټیسټ لوبه کې استرالیا لوبډله توانېدلې وه هند لوبډلې ته د ۸ ویکټو په توپیر ماتې ورکړي.

په یاده لوبه کې هندی اجینکی رهانی په ۱۸۱ منډو د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو، نوموړي د خپلې لوبډلې په ګټه په لومړۍ پاڼۍ کې سلیزه هم ووهله. هغه د ویرات کوهلي پرځای لوبډلمشر هم و.

د دواړو لوبډلو ترمنځ د سیریز دریمه لوبه د جنوري له ۳مې نېټې څخه پېل کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x