افغانستانسولې اړوند خبرونه

د پخلاینې عالي شورا کمېټې د اسلامي نظام په اړه بحثونه پیل کړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۹ مرغومی، ۱۳۹۹ل): داسې مهال چې تمه ده یوه اوونۍ وروسته په دوحه کې د افغان سولې خبري پیل شي؛ د کابل حکومت د پخلاینې عالي شورا یوې فني کمېټې ته دنده سپارلې تر څو د اسلامي نظام د څرنګوالي په اړه بحثونه وکړي او د کابل مذاکراتي ټيم ته تګلاره وټاکي.

د پخلاینې عالي شورا سلاکار «اسحاق ګیلاني» وايي، په دې کمېټه کې د پوهنتونونو ښوونکي هم شامل دي او مسئولیت ور سپارل شوی چې د اسلامي نظام د څرنګوالي په اړه لیکلې تشریح چمتو کړي او تر څنګ یې د مرکچي پلاوي لپاره هم کړنلاره وټاکي.

دغه کمېټه داسې مهال ګمارل کېږي، چې تمه ده په نږدې وخت کې بیا ځلې مذاکراتي ټیمونه د خبرو مېز ته کښېني او د اجنډا د موضوعاتو په اړه بیا ځلې بحثونه پیل کړي.

د بین الافغاني مذاکراتو ټیمونو د اجنډا د موضوعاتو تر تبادلې وروسته درې اوونۍ وقفه اخیستې او تمه ده د نوي کال د  جنوري میاشتې  پر پنځمه نېټه بیا ځلې خبرې پیل شي.

حکومتي مذاکراتي ټيم ادعا لري چې طالبان د اسلامي نظام واضح تعریف نه ورته وړاندې کوي او دوی نه  پوهېږي، چې هغوی د اسلامي نظام په کومه بڼه باندې قناعت کوي.

د اشرف غني سلاکار «نبي مصداق» وایي، په نړۍ کې په ۵۴ هیوادونو کې بېلابېل اسلامي نظامونه شته؛ خو نه پوهېږو طالبان یې د کومې بڼې پلویتوب کوي.

ورته مهال طالبان بیا وایي، چې په هیواد کې د اسلامي نظام حاکمیت یې د مبارزې له اهدافو څخه دی او په دې اړه به د مذاکراتو په مېز باندې خبره کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد

اتَّبِعُوا مَا أُنْزِلَ إِلَيْكُمْ مِنْ رَبِّكُمْ وَلَا تَتَّبِعُوا مِنْ دُونِهِ أَوْلِيَاءَ قَلِيلًا مَا تَذَكَّرُونَ (3)سوره الاعراف
معنی :پیروی کوی تاسودهغه څه چه نازل شوی دی تاسوته ستاسودرب له طرفه اوپیروی مکوۍ دده نه سیوا دنورودوستانوډیرلږتاسونصیحت قبلوۍ.دادالله حکم دۍ تاسووګورۍ چه تاسوڅشی دین ګرزولۍ دۍ همدا سبب دۍ چه نن په دنیاکی مسلمانان دکفاروترتسلط لاندی دی هغوی دقرآنکریم پرآیاتوعمل کوی:مثلاًپروعدووفا،بیتلمال له عواموسره مینه هرکارپه دفترکی په ورورګلوی خلاصیږی -زموږپه ملکوکی څه ظلم چالودۍ.
په احترام عبدالواحد اڅګزۍ
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔

دکتر محمد

دوی د اسلام دوښمانان دي اسلام دوی ته هیڅ ارزښت نه لري ددوی اسلام د ماډلینک د کفري اعمالو لمانځل شراب څښل په رشوت کې د خلکو څخه لوڼي خويندي غوښتل ۔الله اکبر۔ زنا کول لوطت کول چي نن سبا یي اوج ته رسولۍ د کابل غلامي اداري۔ سود کول د ګناه کار په کولو فخر کول له ځانه پورته غټي خبرې کول چي هغه ددوی سري کرښي دې او بیا همدغه سري کرښي له منځه تلل د کفارو پاتي کیدو ته خوشاله کیدل خپل د غلامۍژوند او بي واکي د مظلومو مومنو مسلمانو افغانانو په وینه کي اوږدول خو… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx