نړۍ

امريکايي ليکوال: د نشويل ښار موټربم ځانمرګی ځکه ترهګر نه دی، چې مسلمان نه و

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۹ مرغومی، ۱۳۹۹ل): امريکايي ليکوال چارلس بي پيرس په حیرانتيا ويلي، امريکايي چارواکي او رسنۍ د نشويل ښار موټربم ځانمرګی ځکه ترهګر نه بولي، چې هغه مسلمان نه و.

د ډيمسبر په ۲۵مه د کرسمس په ورځ سهار وختي يوه بریدګر د ټينسي ايالت په نشویل ښار کې له چاوېدونکو توکو ډک موټر ته چاودنه ورکړه، چې بریدګر انټوني وارنر په کې وژل شوی او درې نور کسان يې ټپيان کړي وو.

چارلس بي پيرس امريکايي «اسکواير» مجلې ته په ليکل شوې مقاله کې ويلي، که د نشويل موټربم ځانمرکی بریدګر مسلمان وای، نو ټولو به له فکر پرته ويل، چې دا ترهګر څوک دی؟

لیکوال وايي، امريکايي چارواکو په دې اړه ډېر احتیاط کړی او د ټينسي ايالت په نشويل ښار کې د بریدګر انټوني کوين وارنر د جسد ټوټو له موندلو وروسته يې په سخت احتیاط نوموړی ځانمرګی بللی دی.

امريکايي رسنيو ويلي، چې دغه ځانمرګی برید د کمپيوټر متخصص و، په ژوند کې ګوښه اوسېده او تل به يې د کور له حيواناتو سره ځان بوخت ساته.

ليکوال وايي: «زه پر دې باوري يم،که وارنر د تور پوستو د حقونو فعال او يا هم مسلمان وای، نو رسنيو او چارواکو به له درنګ پرته ويلي وای، چې بریدګر ترهګر و.»

چارلس بي پيرس وايي، که د رسنيو رپوټونو رښتيا وي،چې انټوني وارنر د نشويل ښار په لويه لاره کې له چاودېدونکو توکو ډک موټر ته چاودنه ورکړې، نو دا سړی په ښکاره معنا ترهګر دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

نو اوس خپله فکر وکړی چی څومره د مسلمانانو نوم په امریکی او اروپایی هیوادونو کی بد دی. مسلمانانو ته څوک د کار زړه نه ښه کوی په ډیره سختی یوه تحصیل کرده مسلمان ته په دفتر کی کار پیدا کیږی. دا د مسلمانانو نوم چا بد کړ، انتحار او ځان وژنه چا د اسلام یو رکن وګرځاوه؟

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx