طالبان: د شام جهادي تنظیمونه باید خپل منځي یووالی ټینګ کړي

طالبانو په خپله رسمي بریښناپاڼه کې (د مسلمانانو د سرلوړۍ راز په یووالي کې دی) تر سرلیک لاندې یوه اونیزه تبصره خپره کړې.

په تبصره کې لومړی د قرآني او احادیثو د نصوصو په مټ په اسلام کې د یووالي، اتحاد، اخوت او ورورګلوۍ اهمیت بیان شوی او د خپلمنځي اختلافاتو څخه د ځان په ژغورنې ټینګار شوی.

ورپسې د تبصرې لیکوال په شام کې د جهادي ګوندونو یادونه کړې او له ټولو جهادي ډلو یې غوښتنه کړې چې خپلې ستونزې د مشورو له لارې حل کړي.

تبصره لیکي:

“د شام د ټولو جهادي ګوندونو له مشرانو، اهل خبره وو او علمای کرامو څخه یوه شوری جوړه شي، تر څو خپلې ستونزې د ګډو مشورو په رڼاکې هوارې کړي”.

طالبانو په دې اونیزه تبصره کې د غلو او افراط او همدا راز د مسلمانانو ورونو پر خلاف د پروپاګند څخه د ډډې کولو سپارښتنه کړې، خو دا یې نه دي ویلي چې موخه او مراد یې څوک دي.

“مسلمانان باید په دین کې له غلوّ، او په نورو له حکم کولو څخه ډه ډه وکړي، په خپلو مسلمانانو وروڼو بد ګوماني ونه کړي، په بې ځایه تورونو او پروپاګندو باور ونه کړي”.

د تبصرې لیکوال په بشري ټولنه کې د نظر اختلاف یوه طبیعي پدیده بولي او ټینګار کوي چې د حل لپاره یې په قرآني نصوصو کې لازم ارشادات هم نازل شوي.

تبصره کاږي:

“د پېښو په اړه په انساني ټولنو کې د نظرونو اختلاف یو ثابت حقیقت دی، کله چې د انسانانو تر منځ اختلافات راپورته شوي، یا راپورته کېږي، هوښیارانو یې دهواري لپاره کار کړی، زمونږ مبارک دین د اختلافاتو د هواري لپاره مونږ ته څرګنده لار ښودلې ده”.

د طالبانو دغه اونیزه تبصره چې د معمول خلاف تر ډیره حده نصیحتي بڼه لري او پرته له دې چې په مشخصه توګه د کومې ډلې او تنظیم نوم واخلي په عام ډول مسلمانان د خپلمنځي اختلافاتو پریښودو او د قرآني لارښوونو په رڼا کې د ستونزو او مشکلاتو حل ته رابولي.

طالبان هره اونۍ په خپله بریښناپاڼه کې یوه تبصره خپروي چې د روانو حالتو په اړه د دوی رسمي پالیسي په کې څرګندیږي.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
AFGHAN
میلمه
AFGHAN

Assalamu alaikum Wa rahmatullah
i am surprised to see Taliban asks Iraqi mujahideen to get united . While at home i mean in Afghanistan they themselves busy in fighting Hezbi Islami Mujahideen in Wardak, Baghlan, Ghazni, Tagab, and Kapiosa.
I think it is time for the Taliban to start negotiation with Hezbi Islami afghanistan before it is too late.
otherwise taliban’s words would mean nothing but an empty rhetoric and a meaning less message
Watasemu Be hablelahe

رحمت الله افغان دوست
میلمه
رحمت الله افغان دوست

موز هر وخت دا مجاهدينو سخه غوشتنه كوو جي دوى بايد حفل منزي شخري فريزدي