افغانستان

د افریقا په لویدیځ مالي هېواد کې ۳ فرانسوي عسکر وژل شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۹ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د افریقا په لویدیځ هېود مالي کې د سړک غاړې بمي چاودنې له کبله د ۳ فرانسوي عسکرو د مړینې خبر ورکړل شوی دی.

د فرانسې د ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، تیره ورځ سهار د مالي هېواد په «هومبوري» سیمه کې د فرانسوي عسکرو یو زغروال موټر د سړک غاړې ماین باندې ختلی او چاودنه رامنځ ته شوې ده.

سرچینه زیاتوي، په دغې بمي چاودنه کې لږ تر لږه ۳ فرانسوي عسکر وژل شوي او د سپرلۍ موټر یې هم ویجاړ شوی دی.

ددې عسکرو په وژل کېدو سره مالي هېواد کې د وژل شوو فرانسوي عسکرو شمېر ۴۷ ته ختلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې له تیرو څو اونیو راهیسې فرانسوي چارواکي له مالي هېواد څخه د خپلو عسکرو د کمولو په یو پلان باندې کار کوي، ترڅو راتلونکي میلادي کال کې خپل زیاتره عسکر کورونو ته ستانه کړي.

فرانسې له ۲۰۱۳م کال راهیسې د افریقا په لویدیځ مالي هېواد باندې وروسته له هغه یرغل وکړ، چې هلته د انصار الدین په نوم اسلامپالو وسله والو د چارو واګي په لاس کې ونیولې، له هغې ورځې تر دې دمه د انصار الدین په نوم اسلامپالي مبارزین د مالي په مختلفو برخو کې پر فرانسوي عسکرو ددې لپاره بریدونه کوي، چې بهرني عسکر له خپلې خاورې وباسي او هلته د خلکو په خوښه اسلامي نظام قایم کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x