نړۍ

اسرائيلي ورځپاڼه: سعودي به هم په لنډ وخت کې له اسرائيلو سره اړيکې جوړې کړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۹ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د اسرائيلو «يوریشلم پوسټ» ورځپاڼې د اسرائيلي چارواکو له قوله ليکلي، چې سعودي عربستان به هم په لنډ وخت کې له اسرائيلو سره د ډيپلوماټيکو اړيکو رغولو تړون وکړي.

يروشلم پوسټ د اسرائيلي چارواکو په حواله ليکلي، چې له سعودي سره د دوی د اړيکو رغولو تړون به ښايي د امريکا د نوي ولسمشر جو بايډن د واکمنۍ په لومړي وخت کې نه وي، خو هيله يې ښکاره کړې، چې د سعودي او اسرائيلو د ډيپلوماټيکو اړيکو رغېدو سره به د منځني ختيځ د سولې پروسه نوره هم غښتلې شي.

د اسرائيلو د استخباراتو وزير ايلي کوهين تېره اونۍ ويلي و، چې ښايي راتلونکی کال له سعودي سره د اړيکو جوړولو تړون لاسليک کړي، خو د دغه تړون د لاسليکولو دقیق تاريخ يې نه دی ښوولی او ښايي د ۲۰۲۱ کال تر پایه دغه تړون لاسليک شي.

اسرائيلي رسنيو تر دې وړاندې ويلي و، چې په ۲۳م نومبر د اسرائيلو لومړی وزير بنيامين نتنياهو د امریکا د بهرنيو چارو د وزير مايک پومپيو په ملتيا سعودي ته تللی و او هلته يې د سعودي له وليعهد محمد بن سلمان سره ليدلي وو.

يوريشلم پوسټ دا هم ويلي، چې محمد بن سلمان هم په تېرو وختونو کې اسرائيلو ته سفر کړی و.

له تېر سپټمبر راهيسې متحده عربي اماراتو، بحرين، سوډان او ورپسې مراکش عربي هېواد هم د امريکا په منځګړيتوب له اسرائيلو سره د اړيکو جوړولو تړون وکړ.

د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ويلي و، چې د سعودي په شمول پنځه نورو عربي هېوادونو هم له اسرائيلو سره د اړيکو جوړولو لپاره چمتووالی ښوولی دی.

د فلسطينيانو سربېره ډېری مسلمانان د عربي هېوادونو له لوري له اسرائيلو سره د اړيکو جوړول خيانت او له فلسطينيانو سره ظلم بولي او اندېښنه لري، چې له اسرائيلو سره د اړيکو جوړول د فلسطين قضيې د پلورلو په معنا دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx