افغانستان

د عامې روغتیا د وزیر ۴ خپلوان د بډو اخیستو په تور نیول شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۹ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو له لویې څارنوالۍ سره په همغږۍ د عامې روغتیا وزیر د ورور او زوم په ګډون د یاد وزارت ۴ لوړ پوړي چارواکي د بډو اخیستو په تور نیولي دي.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي وايي، ددغو کسانو دوسیې په بې پرې او شفاف ډول څېړل کیږي، چې د څېړنو له بشپړېدو وروسته به یې جزیات له رسنیو سره شریک کړل شي.

په ورته مهال یوې باوري سرچینې رسنیو ته ویلي، د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو پرون ماښام شپږ نیمې بجې د عامې روغتیا وزارت له انګړ څخه د وزیر ورور احمدشکران عثماني، د تره زوی کاوه سرمست زاده، د خاله زوی حامد حمیدي فرامرز او د وزارت لوی سلاکار فریدون سلطاني په ګډون ۴ تنه لوړ پوړي کارمندان د بډو اخیستو په تور نیولي او دا مهال د کابل ولایت امنیه قومندانۍ په نظارت خانه کې ورڅخه پلټنې کیږي.

سرچینه زیاتوي، دغو کسانو په ولایاتو کې د عامې روغتیا له رئیسانو څخه د بډو(رشوت) غوښتنه کوله، چې د لویې څارنوالۍ په امر د ملي امنیت ځواکونو نیولي دي.

په ورته مهال د عامې روغتیا وزارت یوې سرچینې هم تایید کړې چې ددغه وزارت د ستر سلاکار فریدون سلطاني د بډو(رشوت) غوښتنې غږیز کلیپونه لویې څارنوالۍ ته په لاس ورغلي وو، چې پر بنسټ یې دغه کسان ونیول شول.

د سرچینې په خبره عامې روغتیا د وزیر ورور احمدشکران عثماني که څه هم په وزارت کې رسمي دنده نه لري؛ خو د بډو اخیستو لپاره په دغه وزارت کې له خلکو سره تماسونه نیسي.

دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ د بلخ ولایت په حیرتانو بندر کې د مشرانو جرګې د نظارت هیئت ۳ غړي چې د ګمرکي عوایدو د څارنې په موخه هلته تللي وو، د ۴۰ زره امریکايي ډالرو بډو اخیستو پرمهال لاس په لاس پولیسو نیولي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx